لانس کلوزنر:غواړم افغان لوبډله ټیسټ پارمټ ته اماده کړم | خبریال

لانس کلوزنر:غواړم افغان لوبډله ټیسټ پارمټ ته اماده کړم

کرکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي لانس کلوزنر پخپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي،چې افغان لوبډله په محدود اوریزو لوبو کې خصوصا په شل اوریزو لوبو کې ډیره پیاوړي لوبډله ده،خو مونږ غواړو چې افغان لوبډله ټیسټ کرکټ لوبو ته اماده کړو.

نوموړي ددې علت په اړه چې ولې افغان لوبډله شل اوریزو لوبو کې غښتلي ده.

هغه زیاتوي چې افغانستان کې زیاتره شل اوریزې لوبې ترسره کیږي او بیټسمینان یې زیاتره فرسټ کلاس سیالیو ته فرصت نه ترلاسه کوي،له همدې کبله دوی په لنډ اوریز پارمټ کې یوه پیاوړي لوبډله شمیرل کیږي.

کلوزنر په وینا د دوی هڅه به دا وي چې افغان کرکټ لوبډله د ټیسټ پارمټ سیالیو لوبولو لپاره اماده کړي.

((په شل اوریزو لوبو کې افغانستان ډیر خطرناک اټیک بالینګ لري،چې په مټ یې د نړۍ هره قوي لوبډله ماتولی شي.همداشان مونږ کولی شو چې شل اوریزو ټورنامینټونو کې تر (پلې-اف) پړاو هم ورسیږو.خو مونږ ته مهمه دا ده چې ټیسټ کرکټ لوبول هم زده کړو او په کریس کې تر ډیره پاتي شو او په همدې پارمټ سیالیو کې هم باید ورځ تر بلې پیاوړي واوسو.))

لانس کلوزنر همداشان د افغانستان ځوانو لوبغاړو په اړه وویل،چې د دوی راتلوونکی ډیر ښه دی او د دوی نوولس کلنو لوبډلې ډیرې ښې لوبې ترسره کړي دي.

کلوزنر د راشدخان او اصغر افغان کپتانۍ په اړه وویل،چې اصغر افغان یو ښه کپتان دی،ټول لوبغاړي ورته احترام لري.

کلوزنر په وینا،د خپل وخت پر مهال زه خوشبخته وم چې هنسي کرونجي تر کپتانۍ لاندې به مو لوبې کولې.همداشان اصغر افغان هم د هغه په څیر ټول لوبغاړي ورته احترام لري او د هغه لپاره هر څه کولی شي.اصغر افغان د دوی لپاره یوه ستره سرمایه ده.

نوموړي وویل،د راشدخان ښه کپتاني هم باید هیره نه کړو،دده په کپتانۍ کې افغانستان نړیوال جام اتل ویسټ انډیز مات کړ.د یوه ځوان لوبغاړي په توګه هغه ډیره ښه کپتاني ترسره کړې،خو نوموړی نورې زده کړې ته اړتیا لري او په راتلوونکي کې د اصغر افغان په ځای د لوبډلې یو ښه کپتان کیدلی شي.

نوموړي وویل،افغانستان روان کال کې ښې سیالۍ درلودې،خو د کرونا له کبله د ستونزو سره مخ شوې.

یاده د وي چې لانس کلوزنر به عربي متحده اماراتو کې هغه مهال چې افغان لوبډله د اسټرالیا په وړاندې د یوازینۍ ټیسټ لوبې لپاره چمتوالی نیسي،په تمریني کمپ کې یو ځای شي.

لانس کلوزنر چې د سویلي افریقا لپاره یې په ټولو پارمټونو کې له ۱۵ زرو زیاتې منډې لري،تیر کال سپټمبر میاشت کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د بیټینګ مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ