امو نهنګانو لوبډلې تمریني لوبه کې بوست لوبډلې ته ماتي ورکړه | خبریال

امو نهنګانو لوبډلې تمریني لوبه کې بوست لوبډلې ته ماتي ورکړه

کرکبال وېبپاڼه- شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو ته د چمتووالي په موخه نن ورځ د امو نهنګانو لوبډلې او همداشان د بوست ساتونکي لوبډلې ترمنځ شل اوریزه تمریني کرکټ سیالي د کابل لوبغالي کې ترسره شوه،چې پکې امو نهنګانو لوبډلې په ۶ ویکټو بوست ساتوونکو لوبډلې ته ماتي ورکړه.

امو نهنګانو لوبډلې ټاس یا پچې په ګټلو سره لومړۍ توپ وهنې نوبت سیالې بوست لوبډلې ته ورکړه.

بوست ساتوونکو په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۴ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه.

د بوست لوبډلې لخوا الروانډر کریم جنت ۸۵ او طاهر عادل ۵۰ زیاتې منډې جوړې کړې.

د امو نهنګانو لخوا په توپ اچونه کې فرید ملک (۳) او فطرت خان (۲) ویکټې ترلاسه کړې.

ټاکل شوی هدف امو نهنګانو لوبډلې په اتلسم شروع کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او شپږو ویکټو یې بریا خپله کړه.

امونهنګانو لوبډلې لخوا توپ وهنه کې فرهان زاخیل تر ټولو زیاتې (۷۷) او همداشان جاوید احمدي (۷۴) منډې جوړې کړې.

د بوست لوبډلې لخوا توپ اچونه کې کریم جنت، ګلبدین نایب، سیداحمد شیرزاد او طاهر عادل (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

هیره د نه وي چې شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو ته ښه چمتوالي په موخه تمریناتي سیالۍ د شپږو واړو ګډون کوونکو لوبډلو لپاره په کابل او ننګرهار کې په لاره اچول شوي دي.

لدې وړاندې د کابل بازانو او بندامیر ښامارانو لوبډلې ترمنځ د کابل ایوبي لوبغالي کې درې تمریني سیالۍ ترسره شوې.چې هرې لوبډلې یوه،یوه سیالي وګټله او وروستۍ یې مساوي پای ته ورسیده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ