انګلستان او پاکستان شل اوریزه سیالۍ کې مخ کیږي | خبریال

انګلستان او پاکستان شل اوریزه سیالۍ کې مخ کیږي

کرکبال وېبپاڼه- د ټیسټ لوبو سیریز وروسته نن یو ځل بیا انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې یو له بل سره په شل اوریزه سیالۍ کې مخ کیږي.

لدې وړاندې د دواړو هیوادونو ترمنځ درې ټیسټ لوبو سیریز ترسره شو،چې لومړۍ سیالي انګلستان په درې ویکټو پاکستان ته پکې ماتي ورکړه.

دوهمه او دریمه ټیسټ سیالي بیا د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي پای ته ورسیده.

د پاکستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په وروستیو پنځو شل اوریزو لوبو کې درې انګلستان ګټلي،یوه پاکستان ګټلي او یوه لوبه د دوی ترمنځ مساوي پای ته رسیدلي ده.

په ترسره کړل شوو شل اوریزو لوبو کې د انګلستان لپاره د لوبډلې کپتان ایون مورګن او ډیويډ ملن زیاتې منډې جوړې کړي دي.

د پاکستان لخوا بابر اعظم او افتخار احمد زیاتې منډې جوړې کړي دي.

د انګلستان لخوا توپ اچونه کې کریس جورډن او ټام کرن زیاتې ویکټې اخیستي دي.

د پاکستان لخوا شاهین شاه او عماد وسیم زیاتې ویکټې اخیستي دي.

دواړو لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو سیریز لومړی لوبه به نن ماښام ۹ نیمې بجې ترسره شي.

دوهمه سیالي به د اګسټ په ۳۰مه او وروستۍ سیالي به د سپټمبر په لومړی نېټه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ