محمد نبي: تر خپله وسه به سیلاب ځپلو سره مرسته کوم | خبریال

محمد نبي: تر خپله وسه به سیلاب ځپلو سره مرسته کوم

کرکبال وېبپاڼه- په افغانستان کې وروستیو سیلابونو چې ډیر مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.د نورو خلکو د مرستو ترڅنګ افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم د مرستو لپاره راودنګل.

د راشد او نجیب وروسته محمد نبي عیسخېل دریم افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شو چې سیلاب ځپلو خلکو سره یې د مرستې ژمنه وکړه.

نوموړي پخپله فسبوک پاڼه لیکلي،د تیرې ورځې راهیسې په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان په دیارلسو ولایتونو کې،د سیلابونو له کبله د سر او مال د زیانونو په اړه خبرونه وینم.

دده په وینا هیواد ته په ستانیدو سره به له اړمنو کورنیو سره تر خپل وس او توان مطابق خپلې مرستې کوم.

نوموړي د شهیدان شوو کسانو کورنۍ ته تسلیت وړاندې کړ.

نوموړی زیاتوي،که څه هم زه په کارابین لیګ کې یم خو زړه مې له هیوادولو سره دي.

((ګرانو هېوادوالو که څه هم زه د کارابین په سیالیو کې بوخت یم خو زړه مې له خپلو هېوادوالو سره دی.
له تېرې ورځې راهیسې پر ټولنیزو رسنیو د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د سېلابونو او سر او مال زیانونو په اړه خبرونه ګورم. چې له زړه پرې خپه یم. د قربانیانو او زیانمنو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښیم. شهیدانو ته جنت او ټپيانو ته له پاک ربه عاجله روغتیا غواړم.
هېواد ته له رسېدو سره به انشاالله تر خپله وسه د زیانمونو لاسنیوی وکړو.))

د یادونې وړ ده چې محمد نبي عیسی خېل اوسمهال په کارابین پریمیر لیګ سیالیو کې د سنت لوسیا زوکس لوبډلې لپاره په لوبو بوخت دی او د یادې لوبډلې لپاره د ملاتیر حیثیت لري.

نوموړی تیره شپه سیالۍ کې د ۵ ویکټو اخیستلو سره د سیالۍ غوره لوبغاړی هم اعلان شوی و.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ