لاسیت ملینګا ۳۷ کلن شو او کرکټ کیریر ته یې کتنه! | خبریال

لاسیت ملینګا ۳۷ کلن شو او کرکټ کیریر ته یې کتنه!

کرکبال وېبپاڼه- لاسیت ملینګا چې د نوم سره یې د کرکټ هر مینه وال اشنانتیا لري.نوموړی د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې خورا تجربه کاره بالر شمیرل کیږي.

نوموړی په لومړي ځل په په ۲۰۰۴ کال کې د سریلانکا کرکټ په ملي لوبډله کې راڅرګند شو او لومړی لوبه یې په اشیا کپ سیالیو کې د اماراتو لوبډلې خلاف ترسره کړه او د اماراتو لوبغاړي خورام خان په سوځولو سره یې په یو ورځنیو لوبو کې لومړی ویکټ ترلاسه کړه.

وروستۍ پنځوس اوریزې سیالي یې بیا په ۲۰۱۹ کال جولای میاشت کې د بنګله دېش خلاف ترسره کړي ده.

ټیسټ کرکټ کې نوموړی په ۲۰۰۴ کال د جولای په لومړی نېټه د اسټرالیا خلاف راڅرګند شو او درن لهمن په سوځولو سره یې په ټیسټ کرکټ کې لومړی ویکټ ترلاسه کړه.

وروستۍ ټیسټ لوبه یې په ۲۰۱۰ کال اګسټ میاشت کې د هند خلاف ترسره کړي ده.

ددې ترڅنګ لومړی شل اوریزه لوبه یې په ۲۰۰۶ کال کې د انګلستان خلاف او وروستۍ بیا یې په ۲۰۲۰ کال مارچ میاشت کې د ویسټ انډیز لوبډلط خلاف ترسره کړي ده.

نوموړي د خپلې ملي لوبډلې سربیره،خارجي لیګونو کې د ممبۍ انډیانز،خولنا ټایګرز،ملبورن سټارز،جامیکا او ګڼو لوبډلو لپاره لوبې ترسره کړي دي.

ټیسټ سیالۍ:

نوموړي ۳۰ ټیسټ سیالۍ ترسره کړي،چې ټولې یې ۱۰۱ ویکټې اخیستي. غوره بالینګ یې په یوه اننګز کې د ۵۰ منډو په ورکولو سره د ۵ لوبغاړو سوځول دي.

نوموړي درې ځلې پنځه او ۷ ځلې څلور ویکټې په یوه لوبه کې اخیستي دي.

توپ وهنه کې نوموړي بیا ۲۷۵ منډې جوړې کړي،لوړ سکور یې یوه لوبه کې ۶۰ دي او ۱۳ ځلې ناسوځیدلی پاتي شوی دی.

یو ورځنۍ لوبې:

نوموړي ۲۲۶ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي چې ۳۳۸ ویکټې یې اخیستي دي. یوه سیالۍ کې یې ښه بالینګ د ۳۸ منډو په بدل کې د ۶ لوبغاړو سوځول دي.

نوموړي په همدې پارمټ سیالیو کې ۱۱ ځلې ۴ ویکټې او همداشان ۸ ځلې پنځه ویکټې اخیستي دي.

توپ وهنې برخه کې نوموړي بیا ۵۶۷ منډې هم جوړې کړي دي.یوه سیالۍ کې یئ ډیرې منډې ۵۶ دي او ۳۶ ځلې ناټ اوټ پاتي شوی دی.

شل اوریزې نړیوالې لوبې:

ملنیګا ۸۴ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي چې ۱۰۷ ویکټې یې اخیستي دي.په یوه لوبه کې یې غوره بالینګ د ۶ منډو په بدل کې د ۵ لوبغاړو سوځول دي.

دوه ځلې یې یوه لوبه کې پنځه او یو ځل یې ۴ ویکټې اخیستي دي.

توپ وهنه کې نوموړي ۱۳۶ منډې جوړې کړي.ډیرې منډې یې په یوه لوبه کې ۲۶ دي او ۱۲ ځلې ناسوځیدلی پاتي شوی دی.

فرسټ کلاس سیالۍ:

نوموړي ۸۴ فرسټ کلاس سیالیو کې برخه اخیستي،چې ۲۵۷ ویکټې یې اخیستي دي.ښه بالینګ یې د ۱۷ منډو په بدل کې د ۶ لوبغاړو سوځول دي.

نوموړي توپ وهنې برخه کې ۵۸۵ منډې هم جوړې کړي دي.

شل اوریزې لوبې:

نوموړي په مختلفو لیګونو شل اوریزو لوبو کې تردې دمه ۲۹۵ لوبې کړي چې ۳۹۰ ویکټې یې پکې اخیستي دي.ښه بالینګ یې د ۷ منډو بدل کې د ۶ ویکټو اخیستل دي.

نوموړي ۵ ځلې په یوه لوبه کې پنځه ویکټې او همداشان لس ځلې یې په یوه لوبه کې ۴ ویکټې اخیستي دي.

توپ وهنې برخه کې نوموړي ۴۲۶ منډې جوړې کړي او ۳۹ ځلې ناسوځیدلی پاتي شوی دی.

هیره د نه وي چې لاسیت ملینګا په محدود اوریزو لوبو کې څلور ځلې د انګلستان او سویلي افریقا خلاف.دوه ځلې د ویسټ انډیز او زمبابوې خلاف او یو ځل یې د افعانستان خلاف هېټریکونه یا سر په سر په درې بالونو درې ویکټې اخیستي دي.

نوموړی ددې ترڅنګ یوازینی بالر دی چې پنځوس اوریزو لوبو کې یې درې هېټریکونه ترسره کړي دي.

لاسیت ملینګا همداشان د سریلانکا لپاره نړیوال کرکټ کې،په ټولو پارمټونو سیالیو کې د ۵۴۶ ویکټو اخیستلو سره دریم بالر شمیرل کیږي او همداشان ای پي ایل سیالیو کې د ۱۷۰ ویکټو اخیستلو سره لومړی بالر شمیرل کیږي.

نوموړي د ۳۷مې کلیزې په ویاړ د ای سي سي سرییره، سریلانکا کرکټ بورډ،ممبۍ انډیانز او ګڼو کرکټرانو او مینه والو هغه د زوکړې کلیزې مبارکي ویلي ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ