کارابین لیګ: ټرنباګو په ۷ ویکټو ګاینا امازون لوبډلې ته ماتي ورکړه | خبریال

کارابین لیګ: ټرنباګو په ۷ ویکټو ګاینا امازون لوبډلې ته ماتي ورکړه

کرکبال وېبپاڼه- د کارابین پریمیر لیګ سیالیو په ۱۶مه لوبه کې چې نن سهار ترسره شوه پکې ټرنباګو نایټ رایډرز لوبډلې په اسانۍ سره ګیانا امازون ویریئرز لوبډلې (نوین الحق) ته په اوو ویکټو سره ستره ماتي ورکړه.

ټرنباګو نایټ رایډرز لوبډلې د ټاس یا پچې په ګټلو سره لومړی توپ اچونه غوره کړه.

ګیانا امازون ویریئرز لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځیدو شل اورونو کې ۱۱۲ منډې جوړې کړې.

د ګیانا امازون لوبډلې لخوا توپ وهنه کې هټمایر او ټایلر (۲۶-۲۶) منډې جوړې کړې.همداشان کېمو پاؤل (۲۸) ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

د ټرنباګو لخوا توپ اچونه کې فېري ښه توپ اچونه ترسره کړه او درې ویکټې یې ترلاسه کړې.همداشان براوو،پولارډ او رضا هم (۱-۱) لوبغاړی وسوځاوه.

ټاکل شوی اسان هدف د ټرنباګو لوبډلې لخوا په اسانۍ سره د درې لوبغاړو په سوځیدو،په اتلسم اور دوهم توپ سره ترلاسه او په ۷ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د ټرنباګو لخوا توپ وهنه کې وېبسټر (۲۷)، سیمنز (۱۹)، ډرن براوو او ټېم سیفرټ (۲۶ او ۳۹) ناسوځیدلي منډې ترسره کړې.

د ګیانا امازون لوبډلې لخوا توپ اچونه کې عمران طاهر (۲) او کریس ګرین (۱) لوبغاړی وسوځاوه.

نوین الحق هم درې اورونه ترسره کړل، ۱۹ منډې یې ورکړې،خو په ویکټ اخیستلو بریالی نشو.

پدې بریا سره ټرنباګو لوبډلې په جدول کې لومړی مقام لا هم پسې غښتلی کړ.

ددې سیالیو په دوام به راتلوونکي سیالۍ د اګسټ په ۲۹مه نېټه د بربادوس او ټرنباګو لوبډلې ترمنځ،همداشان جامیکا او پېټریټس لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

لدې وړاندې شپې لوبه کې سنت لوسیا لوبډلې په شپږو ویکټو له پېټریټس لوبډلې څخه ګټلي وه.

په یاده سیالۍ کې محمد نبي عیسی خېل د ۵ ویکټو اخیستلو سره د سیالۍ غوره لوبغاړی نومول شوی و.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ