راشدخان هم د سیلاب ځپلو سره د مرستې ژمنه وکړه | خبریال

راشدخان هم د سیلاب ځپلو سره د مرستې ژمنه وکړه

کرکبال وېبپاڼه- د افغان کرکټ ملي لوبډلې الروانډر لوبغاړي راشدخان هم د وروستیو سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې ژمنه وکړه.

نوموړي ویلي د خپل خیریه بنسټ له لارې به سیلاب ځپلو خلکو ته لومړي طبي او خوراکي توکې ولیږدوي.

نوموړي همداشان د خپل خیریه بنسټ له لارې د مرستې راټولونې یو کمپاین هم پیل کړئ دی او نوموړي له نورو خلکو هم غوښتنه کړي چې را مخکې شي او له سیلاب ځپلو قربانیانو سره مرستې وکړي.

لدې وړاندې بل افغان لوبغاړي نجیب الله ځدراڼ هم د سیلاب ځپلو خلکو سره د مرستې ژمنې ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته تسلیت هم وړاندې کړی وو.

نوموړي پخيله فسبوک پاڼه لیکلي وو،زه دلته په کارابین یم او خبر شوم چې زمونږ په هیواد کې د سیلابونو له کبله ډیر کسان ژوبل او شهیدان شوي دي،چې ددې خبر په اورید ډیر خواشینی شوم.

د یادونې وړ ده چې وروستیو سیلابونو ډیر مالي او ځاني زیان پروان ولایت کې اړولی چې سلګونه کسان یې وژلي او د خلکو استوګن ځایونه یې له منځه وړي.

د یادونې وړ ده چې راشدخان او ورسره نجیب الله ځدراڼ اوسمهال د ویسټ انډیز په کورني لیګ سي پي ایل سیالیو کې په لوبو بوخت دي.

راشدخان د بربادوس لوبډلې په ګټه لوبې کوي او نجیب الله ځدراڼ بیا د محمد نبي او ظاهرخان سره یو ځای د سنت لوسیا زوکس لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کوي.

راشدخان اوسمهال په یاد لیګ کې پنځې لوبې ترسره کړي او د زیاتې ویکټو اخیستوونکو بالرانو لیست کې اووم مقام لري.

مجیب ځدراڼ بیا د ۱۲ ویکټو په اخیستلو سره د بالرانو په لیست کې لومړی مقام له ځان سره لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ