محمد نبي سي پي ایل تاریخ کې ۳م غوره بالر وشمیرل شو | خبریال

محمد نبي سي پي ایل تاریخ کې ۳م غوره بالر وشمیرل شو

کرکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او سنت لوسیا زوکس لوبډلې تجربه کاره الروانډر محمد نبي عیسی خېل د کارابین پریمیر لیګ سیالیو په تاریخ کې دریم بالر وشمیرل شو چې تر ټولو غوره بالینګ ترسره کوي.

محمد نبي عیسی خېل د سنت کېټس نویس او پېټريټس لوبډلې خلاف په لوبه کې د څلورو اورونو په بدل کې ۱۵ منډې ورکړې او پنځه ویکټې یې ترلاسه کړې.

نوموړي کریس لاین،ایون لیوس،نېک کېلي،دانش رمدین او سهیل تنویر په سوځولو سره ترلاسه کړې.

یاده دې وي چې د بنګله دېشي شکیب الحسن او پاکستاني سهیل تنویر وروسته،محمد نبي عیسی خېل دریم لوبغاړی شو چې سي پي ایل سیالیو کې بهترینه توپ اچونه یا بالینګ ترسره کوي.

لدې وړاندې سي پي ایل سیالیو کې غوره بالینګ په ۲۰۱۳ کال کې شکیب الحسن د ټرنباګو نایټ رایډرز لوبډلې خلاف ترسره کړی و،چې د ۶ منډو په بدل کې یې ۶ لوبغاړي سوځولي وو.

دوهم غوره بالینګ سهیل تنویر په ۲۰۱۷ کال کې د بربادوس لوبډلې خلاف ترسره کړی و،چې د ۳ منډو په بدل کې یې ۵ لوبغاړي سوځولي وو.

د محمد نبي عیسی خېل د غوره بالینګ په مټ پېټریټس لوبډلې ټاکلو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۱۰ منډې جوړې کړې او یو اسانه هدف یې نبي عیسخېل لوبډلې ته ورکړ.

سنت لوسیا زوکس لوبډلې د هدف په تعقیب کې توپ وهنه روانه کړي ده.

باید یادونه وشي چې په ننۍ لوبه کې د نبي،نجیب سربیره ظاهرخان ته هم چانس ورکړل شوی دی.نوموړي هم ۴ اورونه ترسره کړل او د ۱۸ منډو په ورکولو سره یې،یو لوبغاړی هم وسوځاوه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ