د اسټرالیا سربیره د افغانستان نورې سیالۍ! | خبریال

د اسټرالیا سربیره د افغانستان نورې سیالۍ!

کرکبال وېبپاڼه- د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ ترمنځ په لومړي ځل ترسره کیدونکي ټیسټ سیالي به د دسمبر میاشتې په اوومه نېټه د اسټرالیا په مشهور پرت لوبغالي کې ترسره شي.

ددې سیالۍ په اړه د دواړو هیوادونو کرکټ بورډونو ترمنځ موافقه هم شوي،خو تراوسه دوی پدې سره موافقې ته ندي رسیدلي چې دا سیالي به د شپې/ورځې سیالي وي او که د ورځې سیالي به وي!

اسټرالیا کرکټ بورډ پدې ټینګار کوي چې افغانستان سره ټیسټ لوبه د ورځې/شپې ټیسټ لوبه ترسره شي،خو افغانستان کرکټ بورډ پدې ټینګار کوي چې یاده لوبه د ورځې ورسره ترسره شي،ځکه چې افغان لوبغاړي په ګلابي توپ او بیا د ورځې/شپې لوبې سره بلدتیا نه لري.

په پلان کې وه چې د اسټرالیا او افغانستان ټیسټ سیالي به د نومبر په (۲۱- ۲۵) نېټه ترسره شوي وای.خو د هند ای پي ایل سیالۍ سکیجول کې تغیر چې د (سپټمبر ۱۹مې- نومبر ۱۰مې) پورې دوام کوي.پدې سیالیو کې هندي لوبغاړو سربیره،اسټرالیا او افغانستان کرکټ لوبغاړي هم ګډون کوي.خو کله چې ای پي ایل پای ته ورسیږي.هند او افغانستان لوبډلې اسټرالیا ته د سیالیو لپاره سفرونه کوي،خو کله چې دوی یاد هیواد ته ورسیږي،اړ دي چې څوارلس ورځې په قرنطین کې تیرې کړي.له همدې کبله د اسټرالیا او افغانستان ټیسټ لوبې سکیجول کې هم تغیر رامنځ ته شو.

لومړیو کې خو دا ویره هم وه چې اسټرالیا له افغانستان سره دا ټیسټ لوبه لغوه کړي وای،خو د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجرایوي رئیس نظیم جار عبدالرحیمزي په هلو ځلو سره دا سیالي بیا په پلان کې شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رئیس نظیم جار عبدالرحیمزی وویل،دوی د اسټرالیا کرکټ بورډ سره په سیالۍ موافقې ته ورسیدل.خو مهم پوینټ هغه دا دی چې دوی له مونږ څخه غوښتنه کوي چې یاده سیالي په ګلابي توپ او د څراغونو رڼا لاندې ورسره ترسره کړي.مونږ پدې ځکه خوښ نه یو چې دا به زمونږ لپاره لومړی تجربه وي،بله دا چې اسټرالیا تراوسه په ګلابي توپ ټیسټ سیالي نده بایللې.مونږ له دوی څخه ځکه د ورځې ټیسټ لوبې غوښتنه کوو.

افغان کرکټ ملي لوبډله به د نومبر په لومړی اوونۍ کې د اسټرالیا په لوري روانه شي او د ۱۴ ورځې قرنطین مودې تیرولو وروسته به یوه تمریني لوبه هم ترسره کړي.

جار وویل: (( مونږ به له خپل روزونکي سره خبرې ومړو. لا هم د دوو تمریني لوبو غوښتنه یو.))

جار عبدالرحیمزي زیاته کړه،اسټرالیا هیواد ته د روانیدو وړاندې به دوی په عربي اماراتو کې روزنیز کمپ ترسره کړي او د تمریني پر مهال به هلته څو سیالۍ هم ترسره کړي.

د عبدالرحیمزي په وینا دوی له بنګله دېش کرکټ بورډ سره خبرې روانې کړي چې د دوی الف لوبډله هم څو سیالۍ ورسره ترسره کړي.

(( مونږ خبرې روانې کړي چې اکتوبر میاشت کې د بنګله دېش الف لوبډلې کوربتوب په اماراتو هیواد کې ترسره کړو.پدې کې به څو پنځوس اوریزې او همداشان دوه څلور ورځنۍ سیالۍ هم شاملې وي.شاید پدې لوبو کې شاید زمونږ ټیسټ لوبې کرکټران هم لوبې ترسره کړي. ))

د عبدالرحیمزي په وینا دوی دا توقع درلوده چې د اسټرالیا به سفر کې به دوی د ټیسټ لوبې ترڅنګ ځینې شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي،خو دوی ونه منله.

((مونږ د نورو لوبو غوښتنه ترې وکړه،خو دوی یوازې د همدې یوې ټیسټ لوبې ترسره کیدل غواړي.خو راتلوونکی کال د نړیوال شل اوریز جام د پیل وړاندې به مونږ د اسټرالیا په وړاندې د یو ورځنیو لوبو کوربتوب په اماراتو یا هم هندوستان کې ترسره کړو.لدې وروسته به بیا یو درې اړخیز شل اوریز سیریز هم ولرو چې ویسټ انډیز به هم پکې شامل وي. ))

د اسټرالیا سره د پرت ښار ټیسټ لوبه به د افغانستان لپاره یوه تاریخي ټیسټ لوبه وي.په ۲۰۱۷ کال کې د ای سي سي لخوا د ټیسټ امتیاز ترسره کولو وروسته به دا د افغانستان پنځمه ټیسټ لوبه وي چې دوی یې ترسره کوي. افغانستان لدې وړاندې څلورو ټیسټ لوبو کې دوه له هند او ویسټ انډیز بایللي او له بنګله دېش او ایرلینډ څخه یې ګټلي دي.

عبدالرحیمزي وویل: (( دا به زمونږ لپاره تاریخي شیبې وي چې اسټرالیا سره ټیسټ لوبه ترسره کوو،ځکه چې دا یوه ستره لوبډله ده او پدې پوهیږو چې څومره قوي لوبډله ده.مونږ چې دوی سره لوبه کوو باید ذهني او فزیکي پلوه ورته ښه چمتوالی ونیسو.))

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ