نجیب الله ځدراڼ د اورښتونو له کبله شهیدان شوو کورنیو تسلیت وړاندې کړ | خبریال

نجیب الله ځدراڼ د اورښتونو له کبله شهیدان شوو کورنیو تسلیت وړاندې کړ

کرکبال وېبپاڼه-د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې منځني ارډر بیټسمین نجیب الله ځدراڼ په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله زیانمن شوو او شهیدان شوو کسانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کړی دی.

نوموړي پخپله فسبوک پاڼه لیکلي چې زه ویسټ انډیز ته د سیالیو لپاره راغلی یم او خبر شوم چې سیلابونو زمونږ په هیواد کې خصوصا په پروان ولایت کې ډیر زیان اړولی،چې ډیر کسان پکې ژوبل شوي او شهیدان شوي چې په خبریدو یې سخت خواشینی شوم.

نوموړي ژمنه وکړه چې خپل هیواد ته په ستانیدو به اړمنو کورنیو سره تر خپل وس او توان مطابق مرسته وکړي.

((گرانو هیوادوالو !
څرنگہ چہ زہ اوس د سي پي ایل لوبو کي د گډون لپارہ ویسټ انډیز تہ راغلی یم او خبر شوم چہ پہ گران هیواد کي د زیات اورښتونو لہ املہ سیلابونو زموږ‎ د گران هیواد پہ مختلیفو سیمو کي او پہ خاص بیا د پروان پہ ولایت کي زیاتي خرابی رسولي او زموږ‎ زیات شمیر هیوادوال ئي پہ شهادت رسولي او هم ئي زیات شمیر کسان ژوبل کړ‎ي چہ پہ خبر ئي سخت خفہ شوم.

الله پاک دي شهیدانو تہ فردوس جنت نصیب کي او زخمیانو تہ عاجلہ
زہ بہ هیواد د ستنیدو سرہ سم تر خپلہ وسہ پوري د سیلاب ځپلو سرہ مرستہ کوم او دا خپلہ وجیبہ گڼم.))

د یادونې وړ ده چې نجیب الله ځدراڼ اوسمهال په کارابین پریمیر لیګ سیالیو کې د سنت لوسیا زوکس لوبډلې په ګټه د نبي او ظاهرخان سره یو ځای لوبې ترسره کوي او یادې لوبډلې ته یې ښې بریاوې هم ور په برخه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ