د کابل بازانو او بندامیر لوبډلو ترمنځ وروستی لوبه مساوي پای ته ورسیده | خبریال

د کابل بازانو او بندامیر لوبډلو ترمنځ وروستی لوبه مساوي پای ته ورسیده

کرکبال وېبپاڼه- هغه سيالۍ چې څو ورځې وړاندې شپږیزه لیګ سيالیو ته د چمتوالي په موخه د کابل بازانو او بند امیر ښامارانو لوبډلو ترمنځ د کابل په ایوبي لوبغالي کې ترسره شوې.

نن یې د سيالیو وروستۍ لوبه ترسره شوه او دغه سيالي په مساوي ډول پای ته ورسیده.

په سيالۍ کې د لوبې ټاس د کابل بازانو لوبډلې کپتان رحمن الله ګربز وګاټه او لومړی توپ وهنې نوبت یې د بند امیر لوبډلې کپتان ناصر جمال ته ورکړ.

بند امیر ښامارانو لوبډلې په (۱۹،۴) اورونو کې د ټولو لسو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۹ منډې جوړې کړې او کابل بازانو لوبډلې ته یې د ګټلو په موخه د (۱۵۰) منډو هدف کيښود.

د بند امیر ښامارانو لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې عثمان غني تر ټولو ښکلي توپ وهنه ترسره کړه.نوموړي په ۶۰ توپونو ۸۱ منډې جوړې کړې،شپږ څلوریزې او ۴ شپږیزې یې ووهلې.

همداشان میروس اشرف په ۱۶ توپونو د ۲ شپږیزو او یوې څلوریزې په مټ (۲۶) منډې ترسره کړې. امیر ځاځي (۱۵) حضرت ځاځي (۵) او ناصر جمال (۷) منډې جوړې کړې.

اصغر افغان یو ځل بیا پدې لوبه کې هم پاتي راغی او نوموړی په صفر د شریف الله احمدزي لخوا اوټ کړل شو.

د کابل بازانو لخوا توپ اچونه کې ننګیالي خان (۳)، شريف الله احمدزي (۴)، ضياء الرحمن شریفي (۲) او همداشان ریاض حسن (۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف په تعقیب کې،کابل بازانو لوبډلې بریدګر پیل ورکړ،خو وروسته د ویکټو په بایللو سره یې ونشول کولی چې بریا خپله کړي.

دوی د ټولو لسو لوبغاړو په سوځيدو سره (۱۹،۵)اورونو کې (۱۴۹)منډې جوړې کړې او لوبه یې مساوي پای ته ورسوله.

د کابل بازانو لپاره د لوبډلې کپتان رحمن الله ګربز په ۱۸توپونو (۴۱) چټکې منډې جوړې کړې.نوموړي ۵ شپږیزې او یوه څلوریزه هم ووهله.

ددې ترڅنګ سمیع الله شینواري (۳۹)،صدیق اتل (۱۱)،عظمت الله عمرزي (۱۱)، نجات مسعود (۱۴)،وسیم اکرم (۸) او احسان الله منګل (۱۳)ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

د بند امیر ښامارانو لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې ابراهیم عبدالرحیمزي (۳)، وقار سلام خېل (۳)،همداشان دواړو وروڼو شرف الدین اشرف او میرویس اشرف (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

یاده د وي چې ددې ۳ شل اوریزو لوبو لومړی لوبه کابل بازانو په څلورو ویکټو ګټلي وه.دوهمه سيالي بیا بند امیر لوبډلې په دوو ویکټو ګټلي وه.

هیره د نه وي چې لدې وروسته به کابل بازانو لوبډله د مس عینک لوبډلې سره تمریني لوبې ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ