سي پي ایل:مجیب د بالرانو په لیست پاچاهي روانه کړې! | خبریال

سي پي ایل:مجیب د بالرانو په لیست پاچاهي روانه کړې!

کرکبال وېبپاڼه- د ۲۰۲۰ کال اتم پړاو د ویسټ انډيز په کارابین پریمیر لیګ سيالیو کې چې شپږ افغان لوبغاړي د بیلا بیلو لوبډلو لپاره پکې لوبې کوي.تراوسه په یاد لیګ کې د نورو هیوادونو لوبغاړو په پرتله افغان لوبغاړي پکې ښه ځلیدلي او خپلو لوبډلو ته يې ښه بریاوې ور په برخه کړي دي.

د ویسټ انډيز کارابین پریمیر لیګ سيالیو کې تاریخ کې تر ټولو ډيرې ویکټې ډي جې براوو اخیستي دي.

نوموړي په ۶۹ لوبو کې ۹۷ ویکټې اخیستي دي.ورپسې سنټوکي او عمرات دي او هر یوه په ترتیب سره ۸۵ او ۵۸ ویکټې اخیستي دي.

ښه بالینګ پکې بنګله دېشي الروانډر شکیب الحسن ترسره کړی دی.نوموړي څلور اورونه ترسره کړي.د شپږو منډو په بدل کې يې شپږ لوبغاړي سوځولي دي او د سي پي ایل سيالیو په تاریخ کې لومړی بالر دی چې په یوه لوبه کې له پنځو زیاتې ویکټې اخلي.

په ۲۰۲۰ کال روان کارابین پریمیر لیګ سيالیو کې د زیاتو ویکټو اخیستوونکو بالرانو په لیست کې افغان ورو توپ اچونکی مجیب ځدراڼ په لومړي مقام قرارلري.

نوموړي تردې مهاله په پنځو لوبو کې برخه اخیستي،ټول یې شل اورونه ترسره کړي او د ۸۹ منډو په ورکولو سره یې ۱۲ ویکټې اخیستي دي. د نوموړي اکانومي په هر اور کې (۴،۰۵) ده.

په دوهم مقام سنت لوسیا زوکس لوبډلې بالر کګلیجن دی چې پنځو لوبو کې یې ۱۰ ویکټې اخیستي دي.

په دریم مقام ګیانا امازون ویریئرز لوبډلې ورو توپ اچونکی عمران طاهر دی چې په پنځو لوبو کې یې ۹ ویکټې اخیستي دي.

راشدخان بیا د ۷ ویکټو اخیستلو سره په لیست کې اووم مقام له ځان سره لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ