نن د پاکستان پخواني لوبغاړي محمد یوسف کلیزه ده او ۴۶ کلن شو! | خبریال

نن د پاکستان پخواني لوبغاړي محمد یوسف کلیزه ده او ۴۶ کلن شو!

کرکبال وېبپاڼه- د اګسټ ۲۷مه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي محمد یوسف د زوکړې ورځ ده او نوموړی ۴۶ کلن شو.

نوموړي د پاکستاني لوبغاړو په ګډون ډیر مینه والو هغه ته د کلیزې په ویاړ مبارکۍ وړاندې کړي دي.

محمد یوسف په لومړي ځل په ټيسټ کرکټ کې په ۱۹۹۸میلادي کال د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د سويلي افريقا خلاف په لوبه کې راڅرګند شوی.همداشان لومړی یو ورځنۍ لوبه یې په ۱۹۹۸ میلادي کال د مارچ میاشتې په ۲۸مه نېټه د زمبابوې خلاف ترسره کړي ده.

شل اوریزه لوبه کې نوموړی په لومړي ځل په ۲۰۰۶ کال د اګسټ په ۲۸مه نېټه د انګلستان خلاف په لوبه کې راڅرګند شوی دی.

ټيسټ سيالۍ:

نوموړي ۹۰ ټيسټ لوبې ترسره کړي چې په (۵۲،۲۹) اوسط سره يې ټولې (۷۵۳۰) منډې جوړې کړي دي.همداشان په همدې پارمټ سيالیو کې یې ۲۴ سلیزې او ۳۳ نیمه سلیزې هم جوړې کړي دي.زیاتې منډې یې په یوه لوبه کې ۲۲۳ دي.

یو ورځنۍ لوبې:

نوموړي ۲۸۸ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي،چې د ۱۵ سلیزو او ۶۴ نیمه سلیزو په مټ یې،په (۴۱،۷۱) اوسط سره ټولې (۹۷۲۰) منډې جوړې کړي دي.یوه سيالۍ کې يې ډيرې منډې ۱۴۱ ناسوځيدلي منډې دي.

شل اوریزه لوبې:

محمد یوسف همداشان درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.چې په څه باندې ۱۶ اوسط سره یې ټولې یوازې ۵۰ منډې جوړې کړي دي او ډیرې منډې یې په یوه لوبه کې ۲۶ دي.

محمد یوسف د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د وخت یو بهترین لوبغاړی و.نوموړي به په ریکارډ ډول سره د کال زیاتې منډې په ټيسټ کرکټ کې جوړولې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ