پروین ټمبي لومړي هندي کرکټر شو چې سي پي ایل سيالیو کې برخه اخلي | خبریال

پروین ټمبي لومړي هندي کرکټر شو چې سي پي ایل سيالیو کې برخه اخلي

کرکبال وېبپاڼه- د چهارشنبې په ورځ د راجستان رویلز او ګوجرات لاینز لوبډلې پخوانی لیګ سپنر بالر پروین ټمبي لومړی هندي لوبغاړی شو چې په کارابین پریمیر لیګ سيالیو کې لوبیږي.

۴۸ کلن ټمبي تیره ورځ د ټرنباګو نایټ رایډرز لوبډلې په ګټه د سنت لوسیا زوکس لوبډلې خلاف په لوبه کې راڅرګند شو.او نوموړی تر ټولو ډیر عمر لرونکی لوبغاړی شو چې په یاد لیګ کې برخه اخلي.

ټمبي ته په یاده لوبه کې د سونیل ناراین په ځای په ټرنباګو لوبډله کې ځای ورکړل شوی و او نوموړي افغان لوبغاړی نجیب الله ځدراڼ له مخې پورته کړ.

دغه سپنر بالر لدې وړاندې په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو ډرافټ پړاو کې هم نیلامۍ ته وړاندې شوی و.هغه مهال نوموړی تر ټولو زیات عمر لرونکی لوبغاړی و چې ای پي ایل سيالیو نیلامۍ ته وړاندې کیږي.

نوموړی د اماراتو ټین لیګ سيالیو کې هم نوم لیکنه کړي وه،خو هغه مهال نوموړي داخلي کرکټ څخه استعفاء نه وه اعلان کړې او له همدې کبله بي سي سي ای نوموړي ته په یاد لیګ کې د لوبیدو اجازه ورنکړه.

د بي سي سي ای د قانون له مخې هندي کرکټران تر هغې په خارجي لیګونو کې لوبې نشي ترسره کولی،ترڅو یې چې داخلي کرکټ څخه تقاعد یا استعفاء نه وي اعلان کړې.

پروین ټمبي په ۳۳ ای پي ایل سيالیو کې برخه اخیستي او ۲۸ ویکټې یې اخیستي دي. په ای پي ایل سيالیو کې نوموړي د راجستان رویلز،ګوجرات لاینز او سن رایزرس حیدراباد لوبډلې لپاره هم لوبې ترسره کړي دي.

یاده د وي چې نوموړی په تیر ۲۰۱۳ کال ای پي ایل سيالیو کې د ۴۳ کالونو په عمر په لوبډله کې راڅرګند شوی و.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ