سوریش رېنا:کشمیر کې به د بې سرپرسته ماشومانو لپاره د کرکټ اسانتیاوې برابروم | خبریال

سوریش رېنا:کشمیر کې به د بې سرپرسته ماشومانو لپاره د کرکټ اسانتیاوې برابروم

کرکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تجربه کاره لوبغاړی سوریش رېنا چې د هند د ازادۍ په ورځ یې له ډوهني سره یو ځای د نړیوال کرکټ څخه تقاعدي اعلان کړه. ویلي دي،په کشمیر کې به د غریبو او بې سرنوشته ماشومانو لپاره د کرکټ هر ډول اسانتیاوې برابروي.

سوریش د انسټګرام له لارې په یوه اوږده پوسټ کې لیکلي،نوموړي نیکونه هم د جامو کشمیر سره تعلق درلوده او د هغه ځای هندوانو سره ژورې ريښې لري.

نوموړی په یاد پوسټ کې زیاتوي،هغه د کشمیري خلکو په درد او ستونزو ښه خبر دی او پدې هم پوهیږي چې د هغه دارې ماشومان څومره له خپلو حقوقو څخه بې برخې دي.

نوموړي په انسټګرام ليکلي: (( د ډيرې اوږدې مودې راهیسې ما د هند لپاره کرکټ لوبې ترسره کړې او د یوه کرکټر په توګه پدې ویاړ هم کوم.اوس نو هغه وخت را رسیدلی چې خپلې ټولنې ته بیرته خپل خدمت وکړم.زما نیکونو هم د کشمیر سره تعلق درلوده او زما خپلې ژورې ريښې د جامو کشمیر له هندوانو سره دي.اوس اړتیا ده چې د سپورټ او کرکټ روحیه د یادې سیمې ماشومانو کې هم را ژوندی کړم.))

سوریش رېنا زیاتوي، د جامو کشمیر د سيمې ماشومانو له خپلو حقونو څخه بې برخې دي او له ډيرو کړاونو او ستونزو سره مخ دي.له همدې کبله ما د جامو کشمیر دلبنګ سینګ څخه د کرکټ یو پروپوزل واخیست،ترڅو په یاده سيمه کې د بې سرپرسته ماشومانو لپاره د کرکټ اسانتیاوې برابرې کړم.

د سوریش رېنا په وینا د یادې سیمې خلک د نورو ستونزو ترڅنګ له تروریزم هم کړایږي.

سوریش رېنا د هند کرکټ ملي لوبډلې منځنی توپ وهونکی و او نوموړی په ای پي ایل سيالیو کې د کوهلي وروسته دوهم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی هم شمیرل کيږي.

رېنا به په ۱۳م پړاو ای پي ایل سيالیو کې یو ځل بیا په چنای سوپر کینکز لوبډله کې راڅرګند شي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ