سي پي ایل: دوه سیالۍ ترسره شوې او افغان لوبغاړي پکې ښه وځلیدل | خبریال

سي پي ایل: دوه سیالۍ ترسره شوې او افغان لوبغاړي پکې ښه وځلیدل

کرکبال وېبپاڼه- تیره ورځ کارابین لیګ کې دوه سیالۍ ترسره شوې،چې لومړی لوبه د نبي لوبډلې(سنت لوسیا زوکس) او ټرنباګو نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

ټرنباګو لوبډلې د ټاس په ګټلو لومړی توپ وهنه سنت لوسیا زوکس لوبډلې ته ورکړه.

زوکس لوبډلې په (۱۷،۱) اور کې ۱۱۱ منډې جوړې کړي وې او ۶ لوبغاړي یې دلاسه ورکړي وو چې لوبه کې باران پیل شو.

په کریس کې محمد نبي عیسی خېل په ۲۲ توپونو ۳۰ منډې جوړې کړي وې او ناسوځیدلی ولاړ و. ورسره بل لوبغاړی جولین ګلین په صفر ناسوځیدلی ولاړ و. خو باران دوی ته اجازه ورنکړه چې ټول اورونه ولوبوي.

د باران د ودریدو وروسته لوبه د (ډي،ایل،ایس) میتود له لارې ۹ اورونو ته را لنډه شوه او ټرنباګو لوبډلې ته د ۷۲ منډو هدف وکړل شو.

ټرنباګو لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په اتم اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

سنت لوسیا لوبډلې لخوا محمد نبي ۲ اورونه ترسره کړل، ۱۷ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.همداشان کریک ویلیمز هم دوه ویکټې ترلاسه کړې.

ډي جې براوو د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.نوموړي ۳ اورونو کې ۷ منډې ورکړي او همداشان ۳ ویکټې یې اخیستي وې.

یاده د وي چې براوو په یاده سیالۍ کې وکولی شول چې په شل اوریز کرکټ کیریر کې ۵۰۰ ویکټې هم ترلاسه کړي.

—–

دوهمه سیالۍ کې راشد لوبډلې مجیب لوبډلې ته ماتي ورکړه

جامیکا لوبډلې د ټاس په ګټلو لومړی توپ وهنې نوبت بربادوس لوبډلې ته ورکړ.

بربادوس لوبډلې د مایرز د (۸۵) منډو په مټ،ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۸ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ.

د جامیکا لوبډلې لخوا یو ځل بیا افغان ورو توپ اچونکي مجیب ځدراڼ د بالینګ جادو ښکاره کړه.نوموړي څلورو اورونو کې ۱۴ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

ورسره نیپالي لمچهاني (۲)، براتویټ او اډورډس (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف پوره کولو کې جامیکا لوبډله پاتي راغله او د ۹ ویکټو په زیان یې ټاکلو اورونو کې یوازې ۱۱۲ منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۳۶ منډو په توپیر بایلوده.

جامیکا لوبډلې لپاره توپ وهنه کې بونټر (۳۱) زیاتې منډې جوړې کړې.مجیب هم په راشد د ۲ شپږیزو په مټ په لسو بالونو (۱۸) منډې جوړې کړې.

د بربادوس لوبډلې لخوا راشدخان ۴ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.هولډر،سنټر او ریفر هم (۲-۲) لوبغاړي وسوځول.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ