ډواین براوو شل اوریزو لوبو کې ۵۰۰ ویکټې ترلاسه کړې | خبریال

ډواین براوو شل اوریزو لوبو کې ۵۰۰ ویکټې ترلاسه کړې

کرکبال وېبپاڼه- ټرینډېډ ټرنباګو نایټ رایډرز لوبډلې الروانډر لوبغاړی ډواین براو لومړی بالر شو چې په شل اوریزو کې ۵۰۰ ویکټې ترلاسه کوي.

براوو په تیرو دوو لوبو کې ګیانا امازون او جامیکا لوبډلې خلاف لوبو کې یوه،یوه ویکټ ترلاسه کړه.خو بالاخره نوموړی د سنت لوسیا زوکس لوبډلې خلاف د رکیم کرنول په سوځولو سره دغه تاریخي هدف ته ورسید.

د براوو پخپل ورو بال د هغه کنټرول له نوموړي څخه په شل اوریزو لوبو کې یو بهترین ځواکمن بالر جوړ کړی دی.

براوو همداشان په ۲۰۰۹ کال چمپیون لیګ، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کال ای پي ایل لیګ، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ سي پي ایل، ۲۰۱۶-۲۰۱۷ بي پي ایل، ۲۰۱۷- ۲۰۱۸ بیګ باش سیالیو کې تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکی اخیستونکی بالر پاتي شوی دی.

ډواین براوو لدې وړاندې سي پي ایل سیالیو کې ټرنباګو لوبډلې ته درې ځلې د سي پي ایل سیالیو اتلوالي ور په برخه کړي ده او دا ځلې هم چانس لري چې خپلې لوبډلې ته اتلوالي ور په برخه کړي.

ډواین براوو یو ځل د ویسټ انډیز لپاره د هر پارمټ سیالیو څخه تقاعد اعلان کړی و.خو وروسته یې تقاعد پریکړه بیرته واخیسته او د ویسټ انډیز لپاره یې شل اوریزې لوبې ترسره کړې.

په ۲۰۱۸ کال اکتوبر کې نوموړي نړیوال کرکټ کیریر پای ته ورسوه او پریکړه یې وکړه چې یوازې په شل اوریزو لیګونو کې به لوبو ته دوام ورکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ