فرهان په اداري فساد ککړ بارکزی بیا په دنده وټاکه! | خبریال

فرهان په اداري فساد ککړ بارکزی بیا په دنده وټاکه!

کرکبال وېبپاڼه- کرکټ بورډ کې خپلسریو ټاکنو بیا زور اخیستی او فرهان یوسفزي یو ځل بیا د ښي لاس وزر او په اداري فساد ککړ عبدالله بارکزی بیرته بورډ ته راوست.

بارکزی چې لدې وړاندې د فرهان یوسفزي ستر سلاکار و او دا ځلې د نوموړي مرستیال مشر په دنده ټاکل شوی دی.

عبدالله بارکزی چې په اداري فساد او په بورډ کې د خپلو خپلوانو په ټاکنه تورن دی،تیره میاشت د فرهان یوسفزي لخوا له دندې وشړل شو.خو د نوموړي یوه میاشت نده وتلي چې هغه ته یې بیرته په بورډ کې اجازه ورکړه.

که څه هم هغه مهال بارکزی یادونه کړي وه چې پخپله یې استعفا ورکړي ده.خو نوموړی د اداري فساد له کبله د فرهان یوسفزي لخوا شړل شوی وو.

فرهان یوسفزي لدې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه مشر لطف الله ستانکزی له دندې لیرې کړ،چې د مینه والو لخوا پدې ګام ستایل شوی وو.

فرهان یوسفزي همداشان څو ورځې وړاندې خبر ورکړی وو چې په پاکستان کې یې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل د بورډ له غړو څخه ویستلی دی او په ځای یې نوموړي نوي کسان په دندو اعلان کړل.خو پدې وروستیو کې د بارکزي په بیا راستانولو سره داسې اوازې دي چې فرهان غواړي چې بورډ کې د بارکزي سره یو ځای خپل خپلوان په ځان راټول کړي.

بارکزي له ټاکنو داسې ښکاري چې نوموړی یوازې خپلو ملګرو او خپلوانو ته ترجیع ورکوي.

که چیرې په کرکټ بورډ کې همداسې ناقانونه ګمارنې،چې د یوه کس میاشت نه وي پوره شوي او بیرته په خپلو دندو ټاکل کيږي.پدې سره ای سي سي ته هم خپل اعتبار له لاسه ورکوي.

بارکزی چې یوه فسبوکي مبارز شمیرل کیږي،زیاتره وخت د فرهان کړي پوسټونه پخپل وال باندې شریک کوي او دواړه د یو او بل ستاینه کوي.

د کرکټ مینه وال د فرهان یوسفزي څخه د ملي لوبډلې لپاره د سيالیو برابرولو غوښتنه کوي،خو نوموړی ددې په ځای چې د مینه والو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي،له انګلستان څخه د بورډ اداره د فسبوک له لارې په مخ چلوي.

افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې ټيسټ غړیتوب ترلاسه کړ،خو د ای سي سي (ایف ټي پي) سيالیو پرته افغانستان تراوسه له یوې لوبډلې سره هم د سيالیو سیریز ندی برابر کړی او دوی پخپلو منځونو کې د خپلوانو او ملګرو په ټاکلو بوخت دي.

که چیرې په کرکټ بورډ کې سياسونه همداسې دوام وکړي،د ای سي سي لخوا له بندیزونو سره هم مخ کیدلی شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ