کابل بازانو د ځوان لوبغاړي صدیق اتل په مټ بریا خپله کړه! | خبریال

کابل بازانو د ځوان لوبغاړي صدیق اتل په مټ بریا خپله کړه!

کرکبال وېبپاڼه- اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سيالیو ته د چمتوالي په موخه د کابل بازانو او بندامیر ښامارانو لوبډلې ترمنځ نن دوهمه تمریني سيالي ترسره شوه،چې پکې کابل بازانو لوبډلې په څلورو ویکټو بندامیر ښامارانو لوبډلې ته ستره ماتي ورکړه.

بندامیر ښامارانو لوبډلې لپاره په ننۍ سيالۍ کې د لوبډلې کپتاني عثمان غني په غاړه درلوده او لوبډلې يې په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۲ منډې جوړې کړې چې مقابلې لوبډلې ته یې د سيالۍ ګټلو په موخه د ۱۶۳ منډو هدف کيښود.

د بندامیر ښامارانو لپاره په توپ وهنه کې حضرت الله ځاځي تر ټولو ډيرې منډې جوړې کړې.نوموړي په ۶۲ توپونو د ۶ څلوریزو او ۵ شپږیزو په مټ ۷۲ منډې جوړې کړلې.

ددې ترڅنګ عثمان غني(۲۱)، اصغر افغان په ۲۴ بالونو (۱۰)،شرف الدین اشرف (۱۴) او طارق ستانکزي (۱۷) زیاتې منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې د کابل بازانو لپاره فرمان الله صافي (۳)،ضیاء شریفي (۲)، ریاض او ضیاء اکبر هر یوه (۱-۱) ويکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د کابل بازانو لوبډلې لخوا د لوبې په ۱۸م اور په شروع کې د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ترلاسه او په څلورو ویکټو یې بریا خپله کړه.

د کابل بازانو لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ځوان لوبغاړي صدیق اتل تر ټولو ښکلي لوبه ترسره کړه او په ۴۱ توپونو یې د ۳ څلوریزو او ۵ شپږیزو په مټ (۶۱) منډې جوړې کړې.

رحمن الله ګربز هم ښه لوبه وکړه او نوموړي په ۱۲ توپونو د ۳ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مټ (۲۹) چټکې منډې جوړې کړې.عظمت الله عمرزي په ۲۴ توپونو د ۳ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مټ (۳۹) منډې جوړې کړې.ترڅنګ یې سمیع الله شینواري (۱۲)،محمد (۱۷) ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

د بندامیر ښامارانو لخوا توپ اچونه کې ابراهیم عبدالرحیمزي (۳) او شرف الدین اشرف (۲)ویکټې ترلاسه کړې.

یاده دې وي چې صدیق اتل د سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې ددې سيالیو په لومړی لوبه کې بندامیر لوبډلې بریا خپله کړي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ