د شپږیزه لیګ مالي ملاتړ امتیاز اتصالاتو مخابراتي شرکت ترلاسه کړ | خبریال

د شپږیزه لیګ مالي ملاتړ امتیاز اتصالاتو مخابراتي شرکت ترلاسه کړ

کرکبال وېبپاڼه- د اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سيالیو عمومي مالي ملاتړ امتیاز یا قرارداد د افغانستان کرکټ بورډ ادارې لخوا د اتصالاتو فورجي مخابراتي شرکت ترلاسه کړ.

د شپږیزه لیګ مالي ملاتړ تړون د یوې خبري ناستې پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رئیس نظیم جار عبدالرحیمزي او همداشان د اتصالاتو مخابراتي شرکت د مارکیټینګ یا بازار موندنې مسؤل کفایت الله نبي خېل ترمنځ لاسلیک شو.

د یاد تړون له مخې اتصالاتو مخابراتي شرکت به د اووم پړاو شپږیزه لیګ سيالیو د ښه ترسره کیدولو په موخه افغان کرکټ بورډ ته (۳ اعشاریه ۸ میلیونه) افغانۍ ورکوي.

په یاده ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رئیس نظیم جار عبدالرحیمزي پدې خوښي وښوده چې د پخواني مالي ملاتړ کوونکي شرکت سره یو ځل بیا تړون ترسره کوي.

هغه وویل: ((خوښ یم چې یو ځل بیا د هیواد دکورني تجارتي کرټ لیګ (شپږیزه)د ښه او معیاري ترسره کولو په موخه د یو پخواني مالي ملاتړ کونکي سره همغږي رامنځ ته کوو،اتصالات افغانستان مخباراتي شرکت سره دې پایلې ته ورسیدو،ترڅو دواړه ادارې یو د بل سره هر اړخیزې همکارۍ وکړي او ګټه یې ادارې ته راشي.))

جار عبدالرحیمزي همداشان د پنځو لوبډلو مالکینو څخه هم مننه وکړه چې په افغان کرکټ بورډ یې خپله پانګونه وکړه.

د هغه په وینا د ټولو ګټه ملي بودیجې ته رسيږي او دا زمونږ مسولیت دی چې ښه او غوره کار وکړو.

د اتصالاتو مخابراتي شرکت کفایت الله نبي خېل هم پدې خوښي وښوده چې افغان کرکټ بورډ سره د شپږیزې په مورد تړون لاسلیک کوي.

هغه وویل: (( د خوښۍ ځای دی چې له افغانستان کرکټ بورډ سره د اتصالات فورجي شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو سيالیو مالي ملاتړ قرارداد لاسلیک کوو.یاد شرکت هڅه کوي چې خپل ټول تجارتي اعلانات او بازار یابي پر ملي لوبغاړو ترسره کړي،ترڅو یې دواړو ادارو ته ګټه ورسیږي.))

د یادونې وړ ده چې اووم شپږیزه کرکټ لیګ سيالۍ به د راتلوونکي سپټمبر میاشتې په ۶مه نېټه پیل چې د سپټمبر تر ۱۶مې به دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ