مجیب خپلې لوبډلې ته دوهمه بریا خپله کړه | خبریال

مجیب خپلې لوبډلې ته دوهمه بریا خپله کړه

کرکبال وېبپاڼه- د کارابین پریمیر لیګ سيالیو په دوولسمه لوبه کې افغان لوبغاړي مجیب ځدراڼ د بهترینه بالینګ په مټ خپلې لوبډلې ته ګیانا امازون ویرئیرز لوبډلې خلاف ستره بریا ور په برخه کړه.

د لوبې پچه جامیکا تالاوز لوبډلې وګټله او توپ وهنې بلنه یې ګیانا امازون لوبډلې ته ورکړه.

ګیانا امازون لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځيدو ۱۰۸ منډې جوړې کړې او جامیکا لوبډلې ته یې د ۱۰۹ منډو اسان هدف کیښود.

په توپ وهنه کې روز ټایلر (۲۳)،نوین الحق (۲۰) او پورن (۱۵) زیاتې منډې جوړې کړې.

د جامیکا لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې مجیب ځدراڼ تر ټولو بهترینه بالینګ ترسره کړ.

نوموړي څلورو اورونو کې یو مېډن اور ترسره کړ، ۱۱ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.همداشان اېډورډس د ۳۰ منډو په بدل کې ۳ لوبغاړي وسوځول. رسل او لمچهاني (۱-۱) لوبغاړی وسوځاوه.

ټاکل شوی هدف د جامیکا لوبډلې لخوا په اسانۍ سره د ۵ لوبغاړو په سوځيدو په اتلسم اور کې ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

د ګیانا لخوا په توپ اچونه کې نوین الحق (۲)،کېمو پاول،عمران طاهر او اشمېډ نېډ (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

 هیره د نه وي چې د سیالۍ غوره لوبغاړی مجیب ځدراڼ ونومول شو او په یاد لیګ کې دا د مجیب ځدراڼ لوبډله دوهمه بریا وه چې دوی خپله کړه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ