د اسټرالیا او افغانستان ټيسټ لوبه دسمبر ته ځنډول کيږي | خبریال

د اسټرالیا او افغانستان ټيسټ لوبه دسمبر ته ځنډول کيږي

کرکبال وېبپاڼه- د ای سي سي (ايف ټي پي) یا د راتلوونکو سيالیو سفرونو پروګرام له مخې ټاکل شوي وه چې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې به د نومبر په ۲۱مه نېټه له افغانستان سره یوازینۍ ټيسټ لوبه په پرت لوبغالي کې ترسره کړي وای.خو د کرونا له کبله د نړیوال جام ځنډیدل،ای پی ایل سیالیو پیلیدل،هغه لاملونه دي چې ویل کیږي دا سيالۍ به د نومبر مياشتې په ځای،د دسمبر په اوومه نېټه په پرت لوبغالي کې ترسره شي.

که څه هم د یادې سيالۍ په اړه وروستۍ پریکړه نده اعلان شوي،خو دواړو کرکټ بورډونو پدې اړه خبرې روانې کړي دي او ډير ژر به یې د نېټې په اړه وروستۍ پریکړه اعلان شي.

په تیرې مۍ میاشت کې اسټرالیا کرکټ بورډ (ایف ټي پي) سکیجول اعلان کړ چې ورسره نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه یې له افغانستان سره یوه ټيسټ لوبه هم اعلان کړه.

خو د کرونا ویروس او همداشان د سپټمبر په نوولسمه نېټه د ای پي لیګ پلیدل.هغه څه دي چې اسټرالیا کرکټ بورډ په (ایف ټي پي) سکیجول کې له هند سره د بشپړ سیریز ( درې شل اوریزې،درې یو ورځنۍ او څلورو ټيسټ) لوبو کې تغیر رامنځ ته کړ.

لومړی ټاکل شوي وه چې د اسټرالیا او هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سیریز لړۍ به د دسمبر میاشتې له دریمې نېټې څخه په ټيسټ لوبو ترسره شوي وای.خو دا چې دسمبر په اوومه نېټه له افغانستان سره ټیسټ لوبه په پلان کې ده،ویل کیږي چې د هند او اسټرالیا ترمنځ به د سیریز لړۍ له محدود اوریزو لوبو وشي.

یاده د وي چې د افغانستان سره یوازینۍ ټيسټ لوبه به د ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو برخه پدې نه وي، چې افغانستان د ټیسټ چمپيون شیپ سيالیو برخه ندی. په ټيسټ چمپیون شیپ سيالیو قطار کې له افغانستان،زمبابوې او ایرلینډ پرته ۹ پول میمبر هیوادونه شامل دي.

 افغانستان کرکټ بورډ غواړي چې د اسټرالیا سره د رسمي سيالۍ وړاندې دوه تمریني سيالۍ ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۷ کال کې افغانستان د ټيسټ غړیتوب ترلاسه کولو وروسته څلور ټيسټ لوبه ترسره کړي چې د بنګله دېش او ایرلینډ خلاف یې خپلې لوبې ګټلي،خو د هند او ویسټ انډيز په وړاندې يې خپلې لوبې بایللي دي.د اسټرالیا په وړاندې ټیسټ لوبه به د افغانستان پنځمه ټیسټ لوبه وي چې د فول میمبر لوبډلې خلاف یې ترسره کوي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ