افغان لوبغاړي ممکن د سي پي ایل وروستي پړاو کې ونه لوبيږي | خبریال

افغان لوبغاړي ممکن د سي پي ایل وروستي پړاو کې ونه لوبيږي

کرکبال وېبپاڼه- د کرکټ انفو نړیوال سایټ د معلوماتو له مخې چې د افغانستان شپږیزه لیګ په پيلیدو سره شاید افغان لوبغاړي چې اوسمهال په کارابین پریمیر لیګ سيالیو کې په لوبو بوخت دي.د یادو سيالیو په وروستي پړاو (پلې-اف) کې ونه لوبیږي.

دا چې د ویسټ انډيز کارابین پریمیر لیګ سيالۍ د سپټمبر په لسمه نېټه پای ته رسیږی.په ورته وخت کې د سپټمبر په شپږمه نېټه د افغانستان کورني کرکټ سترې سيالۍ (شپږیزه لیګ) پیلیږي چې له همدې کبله به افغان لوبغاړي خپلې لوبډلې په یوه سخت حالت کې پریږدي.

په ویسټ انډيز کارابین پریمیر لیګ سيالیو کې راشدخان (بربادوست ټریډنټس)، مجیب الرحمان (جامیکا تالاواز)،نوین الحق (ګاینا امازون ویریئرز)، نبي،نجیب او ظاهرخان د (سنت لوسیا زوکس) لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کوي او تردې مهاله په یاد ټورنامینټ کې د نورو هیوادونو لوبغاړو په پرتله ښه ځلیدلي دي.

د کرک انفو سایټ د افغانستان کرکټ بورډ د سرپرست اجراییه رئیس نظیم جار عبدالرحیمزي له قوله لیکلي،چې افغان لوبغاړي به د سپټمبر په پنځمه نېټه بیرته خپل هیواد ته ستانه کړل شي.

راشدخان په شپږیزه لیګ سيالیو کې د بندامیر لوبډلې لپاره.نبي د مس عینک لوبډلې لپاره.مجیب او نوین د کابل بازانو لوبډلې لپاره او نجیب ځدراڼ د سپين غر لوبډلې په اووم پړاو شپږیزه لیګ سيالیو کې لوبیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رئیس نظیم جار عبدالرحیمزي له کرک انفو سره په خبرو کې ویلي،دوی ویسټ انډيز کرکټ بورډ ته خبر ورکړی چې افغان لوبغاړي به د سپټمبر په پنځمه نېټه له یاد لیګ څخه راستانه کوي.

نظیم جار عبدالرحیمزی زیاتوي: ((مونږ ویسټ انډيز کرکټ بورډ ته ایمیل هم لیږلی او ترې غوښتي مو دي چې مونږ د سپټمبر په ۵مه نېټه خپل لوبغاړي راولو.دوی هم لدې خبر دي،دوی پراوزونو برابرولو او نورو معلوماتو ته په انتظار دي.))

دا چې ټریډنټس نړیوالو پراوزونو سرحدات تړلي،نو له همدې کبله به لومړی دوی د ویسټ انډيز حکومت څخه د پراوزونو اجازه ترلاسه کوي او له هغې وروسته به افغان لوبغاړي له یاد لیګ څخه را روانیږي. چې پدې موده کې به ممکن افغان لوبغاړي د شپږیزه لیګ په پيل څو لوبو کې برخه ونشي اخیستلی.

لدې وړاندې افغانستان کرکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته په ټول کارابین پریمیر لیګ کې د برخه اخیستو اجازه هم ورکړي وه.خو دا چې شپږیزه لیګ پیلیږي.ویسټ انډيز کرکټ بورډ به هم افغان لوبغاړو ته پخپل لیګ کې د لوبیدو اجازه ورکړي.

د عبدالرحیمزي په وینا،لومړی اپشن به دا وي چې لوبغاړي له ټرینډېډ څخه بربادوس ښار ته چې له هغه ځای دوی د راستانیدو ټکټونه اخیستي.له هغه ځای څخه به لندن بیا اماراتو ته او له هغه ځای به کابل ته راستانیږي.که چیرې لومړی انتخاب کار ورنکړ،مونږ په دوهم افشن کار کوو،هغه دا چې لوبغاړي مستقیما له ټرینډېډ ښار څخه لندن ته،له هغه ځای اماراتو او بیا کابل ته را انتقال کړو.

د جار په وینا دوی د لوبغاړو د را انتقال لپاره چرټر الوتکې هم تیارې کړي دي.

تراوسه ویسټ انډيز کرکټ بورډ او د سي پي ایل لوبډلو پدې اړه څه ندي ویلي.

د شپږیزه لیګ ترڅنګ یو بل مهم لیګ ای پي ایل هم پیلیدونکی دی.او هند کرکټ بورډ به غواړي چې یاد لیګ کې د افغان لوبغاړو د ګډون تصفیه ورکړي.

ای پي ایل سيالیو کې درې افغان لوبغاړي لوبغاړي راشد،مجیب او نبي له خپلو لوبډلو سره قراردادونه لري.

د نظیم جارعبدالرحیمزي په وینا یادو درې لوبغاړو ته به وختي د شپږیزه لیګ څخه د وتو اجازه ورکړي،ترڅو دوی وکولی شي چې په اماراتو کې د قرنطین شپږ ورځې موده هم تیره کړي او همداشان د یاد لیګ په لومړيو لوبو کې برخه واخلي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ