جېمز اندرسن ستر تاریخي ریکارډ جوړ کړ! | خبریال

جېمز اندرسن ستر تاریخي ریکارډ جوړ کړ!

کرکبال وېبپاڼه- د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې چټک بالر جېمز اندرسن لومړی چټک بالر شو چې په ټیسټ کرکټ کې ۶۰۰ ویکټې ترلاسه کوي.

جېمز اندرسن په لومړي ځل په ۲۰۰۳ کال کې،په ټیسټ کرکټ کې راڅرګند شو او نن یې د پاکستان خلاف په ټیسټ لوبه کې د اظهرعلي په سوځولو سره په ټیسټ کرکټ کې تاریخي جوړ کړ او لومړی چټک بالر شو چې پدې پارمټ سیالیو کې ۶۰۰ ویکټې اخلي او په ټوله کې نوموړی څلورم بالر شو چې په ټیسټ کرکټ کې ۶۰۰ ویکټې پوره کوي.

نوموړي د پاکستان خلاف په لومړي اننګز کې د ۵۶ منډو په ورکولو سره ۵ ویکټې ترلاسه کړي وې.

په دوهم اننګز کې تیره ورځ نوموړي یوه ویکټ اخیستي وه او ۵۹۹ ویکټو ولاړ وو چې لوبه د باران له کبله د ځنډ سره مخ شوه.نن ورځ نوموړی پدې وتوانید چې دغه تاریخي ریکارډ ته ځان ورسوي.

د انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په روانه دریمه ټیسټ لوبه کې،انګلستان په لومړي اننګز کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۵۸۳ منډې جوړې کړې او توپ وهنه یې پاکستان ته پريښوده.

پاکستان لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۷۳ منډې جوړې کړې.يه دوهم اننګز کې تردې دمه ۱۳۶ منډې لري او ۳ لوبغاړي یې دلاسه ورکړي دي.لا هم ۱۷۴ نورو منډو ته اړتیا لري،ترڅو د انګلستان لومړي اننګز منډې ور پوره کړي.

یاده د وي چې د انګلستان او پاکستان ترمنځ لومړی ټیسټ لوبه انګلستان په درې ویکټو ګټلي وه.

دوهمه ټیسټ لوبه مساوي پای ته رسیدلي وه او وروستۍ ټیسټ لوبه یې اوس روانه ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ