کریګ مکمېلن د بنګله دېش لوبډلې مشاور روزونکی وټاکل شو | خبریال

کریګ مکمېلن د بنګله دېش لوبډلې مشاور روزونکی وټاکل شو

کرکبال وېبپاڼه- بنګله دېش کرکټ بورډ خبر ورکړئ چې کریګ مکمېلن یې د سریلانکا دورې لپاره د لوبډلې مشاور روزونکي په توګه په دنده ټاکلی دی.

نوموړی د نېل مکنیزي په ځای چې له دندې یې استعفاء ورکړي وه،د بیټینګ مشاور روزونکي په توګه په دنده ګمارل شوی دی.

بنګله دېش کرکټ بورډ وایي نوموړی به یوازې د سریلانکا دورې لپاره روزونکی وي،خو د کرکټ مرستیال چرمین اکرم خان وایي دوی د یوه دایمي روزونکي په لټه کې دي.

مکمېلن لدې وړاندې د ۲۰۱۴ کال نه تر ۲۰۱۹ کال پورې د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې د بیټینګ روزونکي دنده هم اجرأ کړي ده.له هغې وروسته بیا د کینکز الیون پنجاب لوبډلې سره د روزونکي په توګه یو ځای شو.

ټاکل شوي چې بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله به میاشت وړاندې سریلانکا هیواد ته د درې ټیسټ لوبو لپاره روانه شي. او هلته به ۱۴ ورځې اجباري قرنطین تیرولو وروسته لومړی سیالي د اکتوبر په ۲۴مه نېټه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ