تیر کال په همدې ورځ بین سټوکس یادګاري اننګز لوبولی و | خبریال

تیر کال په همدې ورځ بین سټوکس یادګاري اننګز لوبولی و

کرکبال وېبپاڼه- تیر کال په همدې ورځ د اګسټ میاشتې په ۲۵مه نېټه د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې الروانډر لوبغاړي بین سټوکس د اسټرالیا خلاف په اشیز سیریز لوبه کې یو بهترین له خاطرو ډک اننګز لوبولی و،چې انګلستان ته یې په یوې ویکټ ستره بریا ور په برخه کړي وه.

د اسټرالیا لخوا په یاده ټيسټ لوبه کې انګلستان ته د ګټلو په موخه د ۳۵۹ منډو هدف ورکړل شوی وو.

بین سټوکس پداسې مهال توپ وهنې ته راښکته شو چې انګلستان په ۳/۱۴۱ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.خو بالاخره داسې هم وخت هم پرې راغی چې انګلستان په ۲۸۶ منډو کې ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ګټلو په موخه ورته ۷۶ منډې پاتي شوې او یوه ویکټ هم ورسره وه.

خو بین سټوکس په یاده لوبه کې یادګري لوبه ترسره کړه او ۱۳۵ منډو په جوړولو سره یې انګلستان ته په یوې ویکټ ستره ناهیریدونکي بریا ور په برخه کړه.

نوموړي په یاده لوبه کې په وروستۍ ویکټ له جیک لیچ سره د ۷۶ منډو ملګرتیا ترسره کړه.لیچ یوازې دفاعي لوبه غوره کړي وه او یوه منډه یې جوړه کړي وه.خو بین سټوکس بریدګره لوبه روانه کړي وه او انګلستان یې بریا ته وراسوه.

په یاده لوبه کې اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله پخپل لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۹ منډې جوړې کړې.په ځواب کې یې اسټرالیاوي بالرانو لدې هم ښکلی بالینګ ترسره کړ او انګلستانۍ لوبډله یې یوازې په ۶۷ منډو وسوځوله او اسټرالیا لوبډلې ۱۱۷ منډې مخکیوالی ترلاسه کړ.

انګلستان ته په لومړي اننګز کې جوفرا ارچر ښه توپ اچونه ترسره کړي وه چې ۶ لوبغاړي یې سوځولي وو.خو اسټرالیا ته په لومړي اننګز کې جوش هېزلووډ ښکلي توپ اچونه ترسره کړي وه چې ۵ ویکټې یې اخیستي وې.

اسټرالیا پخپل دوهم اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۷۶ منډې جوړې کړې او انګلستان ته یې د بریا په موخه د ۳۵۹ منډو هدف کیښود.

یاد هدف په مقابل کې انګلستان لوبډلې ښه لوبه ترسره کړه،خو وروسته یې ویکټې له لاسه ورکړې او په وروستۍ ویکټ بین سټوکس بهترین اننګز ترسره کړ او انګلستان ته یې،یوه ناګټوونکي لوبه وګټله.

 یاده دې وي چې یاد اشیز سیریز دواړو لوبډلو ترمنځ (۲-۲) کې مساوي پای ته رسیدلی وو.خو لدې وړاندې سيریزونو کې اسټرالیا برياوې خپلې کړي وې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ