ریان هريس د ډهلي کپټلز لوبډلې بالینګ روزونکی وټاکل شو | خبریال

ریان هريس د ډهلي کپټلز لوبډلې بالینګ روزونکی وټاکل شو

کرکبال وېبپاڼه- د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو لپاره ډهلي کپټلز لوبډلې اسټرالیاوی ریان هریس د نوي بالینګ روزونکي په توګه اعلان کړ.

د نوموړي ټاکنه وروسته له هغې مخې ته راځي چې د یادې لوبډلې پخوانی بالینګ روزونکي جېمز هوپس د شخصي ستونزو له کبله د روان کال ای پي ایل سیالیو کې له ګډون ډډه وکړه.

هوپس په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال ای پي ایل سيالیو کې د ډهلي کپټلز لوبډلې روزونکی پاتي شوی وو.

ریان هریس پدې خوشحالي وښوده چې د ‌ډهلي کپټلز لوبډلې روزونکی کیږي.

هغه وویل: (( خوښ یم چې بیرته ای پي ایل ته راګرځم او د ډهلي لوبډلې روزونکی ټاکل کیږم.دا به زما لپاره یو ښه فرصت وي چې یادې لوبډلې یو څه خدمت وکړم زما موخه دا ده چې یادې لوبډلې ته د اتلوالۍ جام ور په برخه کړم.ډهلي لوبډله یو ښه بالینګ لاین لري.زه دېته انتظار یم چې کله به یادې څانګې سره یو ځای کیږم.))

د يادونې وړ ده چې ریان هریس د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې یو تجربه کاره بالر شمیرل کیده.نوموړي په ۲۰۱۵ کال کې د دوامداره ټپونو له کبله اړ شو چې نړیوال کرکټ ته د پای ټکی کیږدي.

نوموړي د اسټرالیا لپاره په ټیسټ کرکټ کې ۱۱۳ ویکټې، یو ورځنیو لوبو کې ۴۴ او شل اوریزو لوبو کې یې ۴ ویکټې اخیستي وې.

نوموړي په ۲۰۰۹ کال کې دېکن چارجرز لوبډلې ته د اتلوالۍ جام هم ګټلی وه.

هریس لدې وړاندې د اسټرالیا په بیګ باش سیالیو کې د بریسبن هېټ او ای پي ایل سيالیو کې د کینکز الیون پنجاب لوبډلې روزونکی هم پاتي شوی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ