عرفان پټان:ویراټ کوهلي د ټنډولکر د ۱۰۰ سلیزو ریکارډ ماتولی شي | خبریال

عرفان پټان:ویراټ کوهلي د ټنډولکر د ۱۰۰ سلیزو ریکارډ ماتولی شي

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الروانډر لوبغاړی عرفان پټان پدې باور ښيي، چې د هند کرکټ ملي لوبډلې اوسنی کپتان ویراټ کوهلي د کرکټ څخه د تقاعد کیدو وړاندې د هند پخواني لوبغاړي سچن رامیش ټنډولکر ریکارډ له ګواښ سره مخ کولی شي.

عرفان پټان چې پخپله هم هغه مهال، کله چې ټنډولکر د سلو سلیزو ریکارډ جوړوه،د هند کرکټ ملي لوبډلې برخه و.

ټنډولکر د کرکټ کیریر وروستۍ سلمه سلیزه په ۲۰۱۲ کال اشیا کپ سيالیو کې چې د بنګله دېش په داکې ښار کې ترسره شوه،د پاکستان خلاف په لوبه کې ترلاسه کړه او پدې سره د کرکټ په نړۍ کې لومړی لوبغاړی شو چې د سلو سلیزو ریکارډ پخپل نوم کوي.

د عرفان پټان په وینا یوازینی لوبغاړی چې د ټنډولکر ریکارډ ته د پای ټکی کیښودلی شي،هغه به ویراټ کوهلی وي.

((ما هميشه ویلي،هغه څوک چې د ټنډولکر ریکارډ به ماتوي،هغه به هندي لوبغاړی وي.ویراټ کوهلي فېټنیس او استعداد ته په کتو سره،هغه ددې پوره وړتیا لري چې د ټنډولکر ریکارډ مات کړي.زما په فکر چې ویراټ کوهلي اوسمهال یوازې د هغه ریکارډ څخه دیرش سلیزې لرې دی.احتمال دا کیدای شي چې هغه به د تقاعد کیدو وړاندې دغه ریکارډ مات کړي.زه فکر کوم چې ویراټ کوهلي به پخپل ذهن کې هم،همدا هیله او توقع لري.))

د يادونې وړ ده چې ویراټ کوهلي اوسمهال په (۴۳ یو ورځنیو او ۲۷ ټيسټ) لوبو کې ۷۰ سلیزې لري.

څو ورځې وړاندې نوموړي په کرکټ کې ۱۲ کاله د تیریدو کلیزه ونمانځله. اوسمهال نوموړی ۳۱ کاله عمر لري.

د هغه فېټنیس او عمر ته په کتلو سره داسې ښکاري چې  نوموړی  ۷ او ۸ کاله نور کرکټ هم ترسره کولی شي.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ