په اداري فساد ککړ عبدالله بارکزی بورډ ته راځي | خبریال

په اداري فساد ککړ عبدالله بارکزی بورډ ته راځي

کرکبال وېبپاڼه- کرکبال وېبپاڼې ته داسې معلومات را رسیدلي چې د فرهان یوسفزي پخوانی سکرتر عبدالله بارکزی بیرته افغانستان کرکټ بورډ ته راځي.

عبدالله بارکزی هغه څوک دی چې په بورډ کې یې په ناقانونه توګه ټول نږدې خپلوان په لوړو بوستونو مقرر کړي وو او په میاشت کې به یې تر میلیونونو زیاتې پیسې د کرکټ بورډ له بودیجې څخه پټولې او جیب ته به یې کړې.همدا لامل دی چې کرکټ بورډ بودیجه یې په صفر کینولي ده.

د خپلو نږدې خپلوانو ټاکلو موخه یې څه وه؟

د نږدې خپلوانو په بوستونو مقررولو موخه یې دا وه چې په کرکټ بورډ خپله واکمني جاري وساتي او په ټول کرکټ بورډ خپله قبضه او خېټه واچوي، داسې څوک پیدا نشي چې د هغه خلاف یوه کوچنۍ غلطي یا شکایت را پورته کړي.

بارکزی چې نه په کرکټ پوهیږي او نه د کرکټ کومه تجربه لري،نوموړي په خاصو واسطو سره کرکټ بورډ کې ننواتی وو.داسې معلومات ترلاسه شوي چې نوموړی یو ځل بیا د فرهان یوسفزي لخوا بورډ ته راغوښتل کیږي.

که چیرې نوموړي ته یو ځل بیا کرکټ بورډ کې دنده ورکړل شوه.کرکټ به مو نور هم د زوال په لوري روان شي.

که چیرې د یاد فساد مخه ونه نیول شي.اوسنی لږ کرکټ مو هم تباه کیږي.

د نوموړي یوازینی موخه دا ده چې د کرکټ بورډ په اسنادو د امریکې ویزه ترلاسه کړي.نه په کرکټ پوهیږي او نه یې کرکټ په زړه کې ښخ دی،یوازې غواړي د بورډ په اسنادو خپل موقف ته ځان وراسوي.

عبدالله بارکزی د فرهان یوسفزي ښی وزر شمیرل کیږي.دا چې د نورو هیوادونو کرکټ بورډ چارواکي ان تردې چې ټولنیزو رسنیو کارولو ته وخت هم نه لري او خپل پلانونه پر مخ وړي.د بارکزي په راتګ سره به په فسبوک کې د دواړو ترمنځ نمایشي پوسټونه بیا زور پیدا کړي،د یو او بل په ستاینه به نه موړه کیږي.

بارکزي چې تیره میاشت کومه استعفاء ورکړي وه.هغه کار یې هم نمایشي و. کوم چور چې هغه کړی او وخت به یې راځي او خپل حساب به ورکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ