بند امیر لوبډلې تمریني لوبه کې کابل بازانو ته ماتي ورکړه | خبریال

بند امیر لوبډلې تمریني لوبه کې کابل بازانو ته ماتي ورکړه

کرکبال وېبپاڼه- د ایوبي کابل بازانو لوبډلې او د بند امیر ښامارانو لوبډلو ترمنځ په لومړی تمریني سیالۍ کې چې د ایوبي کرکټ ملي لوبغالي کې ترسره شوه.پکې بندامیر لوبډلې په دوو ویکټو کابل بازانو ته ماتي ورکړه.

کابل بازانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره په (۱۹،۴) اورونو کې ۱۹۴ منډې جوړې کړې او بندامیر لوبډلې ته یې د ګټلو په موخه ۱۹۵ منډو هدف کيښود.

د کابل بازانو لخوا توپ وهنه کې وسیم اکرم (۵۴)، رحمن الله ګربز ( ۲۸)،سمیع الله شینواري (۲۴)،یونس احمدزي (۳۰)، ننګیالي (۱۷)، نجات مسعود (۱۳) او رحیم منګل (۱۰) منډې جوړې کړې.

د بند امیر ښامارانو لخوا توپ اچونه کې شرف الدین اشرف (۳)، روښان باریکزي او وقار سلام خېل (۲-۲)،طارق ستانکزي،عبدالرحیمزي او میرویس اشرف (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف بند امیر ښامارانو لوبډلې د وروستي اور په دوهم توپ د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په ۲ ویکټو یې بریا خپله کړه.

بندامیر لخوا توپ وهنه کې شرف الدین اشرف (۷۰)، ناصر جمال (۲۸)، عثمان غني (۱۷)،ابراهیم (۱۸)، محمد (۳۱) ناسوځیدلې او اکرم علیخېل (۱۱) ناسوځیدلې منډې وکړې.

ایوبي کابل بازانو لوبډلې لخوا توپ اچونه کې نجات مسعود (۳)،لعل باز (۲)، ضیاء شریفي،شریف الله احمدزي،ننګیالي (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

یاده دې وي چې ددې سیالیو موخه راتلوونکي شپږیزه لیګ سیالیو ته د دواړو لوبډلو چمتوالی دی.

سبا به هم د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ