کرکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او همداشان د نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی رییس احمدزی د غوراوي کميټې پخواني مشر او ډایرېکټر انډي مولز په ځای د افغانستان کرکټ بورډ د نوي ډایریکټر په توګه په دنده وټاکل شو.
د کرکټ په وینا د رییس احمدزي په ټاکنې سره به ملي لوبډله له تخنیکي پلوه نوره هم پیاوړي شي. ورسره به د لوبغاړو ظرفیت او پیاوړتوب به په لا ډېره ښه توګه عملي بڼه پیدا کړي.
یاده د وي رییس احمدزي لدې وړاندې هم د افغانستان کرکټ بورډ ادارې سره په بېلا بیلو تخنیکي برخو کې په ښه ډول دندې اجرأ کړي دي.
رییس احمدزی چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر هم پاتي شوی دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره یې ۵ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې او همداشان ۷ شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي دي.