اشوان: د 'فري هېټ' په څیر دې بالرانو ته 'فري بال' رامنځ ته شي | خبریال

اشوان: د ‘فري هېټ’ په څیر دې بالرانو ته ‘فري بال’ رامنځ ته شي

کرکبال وېبپاڼه- تیر کال ای پي ایل سیالیو کې ریوي چنډران اشوان انګلستانی جوس باټلر پداسې توګه اوټ کړ،چې بال نه وو ترسره شوی،خو نوموړی یوازې د کریس څخه په بهر کیدو اوټ کړل شوی و.که څه هم د کرکټ د قوانینو له مخې نوموړي بیټسمین ته اوټ ورکړل شو،خو په اشوان باندې د کرکټ مینه والو لخوا لدې کبله انتقادونه وشول چې ګواکې د کرکټ روحیې ته یې زیان واړوه او هغه یې په دوکې سره اوټ کړ.

اشوان هغه مهال ویلي و،چې نوموړي کومه غلطي نده کړې.که داسې سوځول نه وي،بیا د کرکټ قوانینو څخه یاد قانون لرې کړل شي.

لا هم د مانکډ په اړه بحثونه روان دي،خو اشوان یوه بله نوي نظریه را وړاندې کړه.

نوموړی وایي،لکه څنګه چې په کرکټ کې بیټسمینانو ته “فري هېټ” میلویږي.همدغه شان دې بالرانو ته هم “فري بال” رامنځ ته شي او پدې سره به د لوبې انډوال وساتل شي.

فري هېټ هغه بال ته ویل کیږي چې د بالر لخوا “نوبال” ترسره شي.مقابل کې یې بیټینګ اړخ ته اضافي منډه ورکول کیږي او په یاد بال باندې بیټسمین بې له رن اوټ څخه، نه اوټ کیږي.

اشوان وایي، د فري هېټ په څیر دې،بالرانو لپاره د فري بال هم رامنځ ته شي.کله چې ‘نان سټرایکر’ لوبغاړی له کریس څخه په وتو اوټ کیږي،نو په فري بال سره دې، د بیټینګ له اړخ څخه ۵ منډې راکمې کړل شي.

“د بالرانو لپاره هم فري بال رامنځ ته کړی.که چیرې پدې بال بیټسمین اوټ کړل شو،نو د بیټینګ له ټیم څخه دې پنځه منډې راکمې کړل شي.لکه څنګه چې فري هېټ د بیټسمینانو لپاره یوه ډرامه کیږي. بالرانو ته هم رامنځ ته شي او چانس د ورکړي.لکه اوس چې هر څوک لوبې ګوري،بالرانو ته د هم خپل انصاف ورکړل شي.”

د مانکډ یا د کریس څخه د لوبغاړي په وتو سوځولو بحث له هغې وروسته مخې ته راځي،چې د ډهلي کپټلز لوبډلې مشر روزونکي ریکي پونټینګ یادونه وکړه،چې هغه به له اشوان سره پدې خبرې وکړي،چې بیا ځلې راتلوونکي لیګ کې “مانکډ” پيښې تکرار نه کړي.

ریکي پونټینګ زیاتوي،تیر کال چې کله اشوان انګلستانی باټلر مخکې لدې بال ترسره شي، د کریس څخه په وتلو یې اوټ کړ.خو هغه مهال اشوان له مونږ سره نه و.خو دا ځلې هغه له مونږ سره دی او لومړی خبرې به له هغه سره پدې وي،چې راتلوونکي ای پي ایل لیګ کې ورته عمل بیا تکرار نه کړي.

د یادونې وړ ده چې ۱۳م پړاو ای پي ایل سیالۍ به د راتلوونکي سپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه په اماراتو کې پیل چې د نومبر تر ۱۰مې به دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ