کارابین لیګ کې ټرنباګو او زوکس لوبډلو بریاوې خپلې کړې | خبریال

کارابین لیګ کې ټرنباګو او زوکس لوبډلو بریاوې خپلې کړې

کرکبال وېبپاڼه- د ویسټ انډیز کارابین پریمیر لیګ سیالیو کې تیره ورځ دوه لوبې ترسره شوې،چې لومړی لوبه کې راشدخان لوبډلې ماتي وخوړه او دوهمه سیالۍ کې بیا محمد نبي لوبډلې بریا خپله کړه.

لومړی سیالي چې د ټرنباګو نایټ رايډرز او بربادوس ټریډنټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

ټرنباګو لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۳ لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۵ منډې جوړې کړې.

توپ وهنه کې کولین مونرو او ډرن براوو نیمه سلیزې جوړې کړې.

توپ اچونه کې بربادوس لوبډلې لخوا هولډر،نرس او ریفر (۱-۱) ویکټ واخیسته. راشدخان ۳ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او بې ویکټو پاتي شو.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې بربادوس لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۶ منډې وکړې او سیالي یې په ۱۹ منډو توپیر بایلوده.

دوهمه سیالۍ یا د کارابین لیګ په لسمه لوبه کې سنت لوسیا زوکس لوبډلې،ګیانا امازون لوبډلې ته ماتي ورکړه.

سنت لوسیا لوبډلې د روسټن چېز د (۶۶) او د محمد نبي عیسی خېل د (۲۷) په مټ،ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۴ منډې جوړې کړې.

یاده د وي چې نجیب الله ځدراڼ په صفر اوټ شوی و.

د ګیانا لوبډلې لخوا عمران طاهر (۳)،اوډن سمېت (۲)، اشمېډ او ګرین (۱-۱) ویکټ واخیسته.ننۍ لوبه کې نوین الحق ته چانس نه وو ورکړل شوی.

د ټاکلي هدف پوره کولو کې ګیانا امازون لوبډله پاتي راغله او د ۸ لوبغاړو په اوټ کیدو سره یې،ټاکلو اورونو کې ۱۳۴ منډې وکړې او سیالي یې په ۱۰ منډو توپیر بایلوده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ