د پکتیکا کرکټ لوبغالي رغنیزې چارې بیا پیل شوې | خبریال

د پکتیکا کرکټ لوبغالي رغنیزې چارې بیا پیل شوې

کرکبال وېبپاڼه- افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکوي چې د پکتیکا کرکټ لوبغالي دویم پړاو رغونې چارې یې،یو ځل بیا پیل کړي دي.

د دوی په وینا چې لدې وړاندې د یاد لوبغالي رغنیزې چارې په ښه ډول سره پای ته ورسیدې چې په هغې کې د لوبغالي ګردچاپیر دیوال، میدان هواري،دوه منزله پویلین یا د لوبغاړو د ځای ناستو ځایونه شامل وو.

د بورډ په خبره په دویم پړاو رغنیزو چارو کې نندارچیانو ته د ځای ناستې ځایونو یا سټېنډونو جوړول دي.

د کرکټ بورډ لخوا په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي چې ددغه لوبغالي جوړونې چارې به د سپا سرکسازۍ او ساختماني شرکت لخوا ۶۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي چې ۱۸ میاشتې وخت به ونیسي.

د کرکټ بورډ په وینا دغه لوبغالی د ښار جوړونې وزارت له لوري، د مرکز ښرنې ښار په اړونده سیمه کې جوړیږي او په یوه وخت به د ۸ زرو نندارچیانو د ناستې ظرفیت ولري.

کرکټ بورډ زیاتوي چې دا به د مس عینک زون په کچه یو له غوره او معیاري لوبغالو څخه وي او د جوړونو له چارو څخه به یې هر وخت د انجینرۍ ټیم لیدنه هم کوي.

یاده د وي چې ددغه لوبغالي په جوړیدو سره به په دغه سیمه کې د کرکټ لوبې نوره هم وده وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ