د ای سي سي لخوا (هال اف فیم) جیک کالیس،لیزا ستالکر او ظهیر عباس ونومول شول | خبریال

د ای سي سي لخوا (هال اف فیم) جیک کالیس،لیزا ستالکر او ظهیر عباس ونومول شول

کرکبال وېبپاڼه- هال اف فيم د ای سي سي هغه ډله ګروپ دی چې لوبغاړي د ځانګړیو کارکردګیو او لاسته راوړنو په اساس انتخابوي.

دا ځلې د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي لخوا (هال اف فیم) لوبغاړي د سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الروانډر جیک کالیس،د اسټرالیا ښځینه کرکټ لوبډلې کپتانه لیزا ستالکر او د پاکستان پخوانی ستر لوبغاړی ظهیر عباس ونومول شول.

کرکټ نړیوالې شورا پخپله پخپله ټویټر پاڼه باندې د یادو درې لوبغاړو لاسته راوړنې او کارکردګي نشاني کړي او ستايلي یې دي.

جیک کالیس چې د سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې یو پخوانی تجربه لروونکی الروانډر لوبغاړی وو او ای سي سي پخپل ټویټ کې د هغه کارکردګۍ لیکلي:

جیک کالیس په دواړو یو ورځنیو او ټيسټ لوبو پارمټ کې د لس زرو څخه زیاتې منډې جوړې کړي دي. ۲۳ ځلې د سیالۍ غوره لوبغاړی پاتي شوی دی او همداشان یې له ۲۰۰ زیاتې ویکټې اخیستي دي.نوموړی هر وخت د سويلي افریقا لپاره په ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کې زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی پاتي شوی دی.

جیک کالیس وویل: ((دا زما لپاره ډیره ستره د ویاړ خبره ده چې د ای سي سي لخوا (هال اف فیم) اعلانیږم.ما چې کله لوبې پيل کړې.ما یوازې غوښتل چې لوبې وګټم.هیڅ توقع مو نه درلوده چې زه به هال اف فیم اعلانیږم.))

ای سي سي همداشان د لیزا ستالکر کارکردګیو ته کتنه کړي لیکلي یې دي:

((د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کال کې د نړیوال جام ګټوونکي.د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کال نړیوال شل اوریز جام ګټوونکي.لومړی ښځينه کرکټره ده چې یو ورځنیو لوبو کې ډبل، ۱۰۰۰ منډې او سل ویکټې ترلاسه کوي.د لوبې یوې رښتوني سفیره!))

پخپله لیزا هم د هال اف فیم په اعلانیدو سره خوښی ښودلي او ويلي یې دي چې دا هغې لپاره یو ستر ویاړ او د یو خوب په څير ده.

د ای سي سي لخوا دریم هال اف فیم لوبغاړی پاکستانی ظهیر عباس اعلان شوی دی.

ای سي سي پخپله پاڼه د هغه کارکردګیو ته کتنه کړي او لیکلي یې دي: زیاتو منډو سره نوموړی په «منډو ماشین» شهرت درلوده.لومړی بیټسمین وو چې پرلپسې پنځه سلیزې یې نړیوالو لوبو کې جوړې کړي وې.یوازینی اسیایي بیټسمین وو چې سل سلیزې یې فرسټ کلاس سیالیو کې جوړې کړي دي.

تیر کال د ای سي سي لخوا «هال اف فیم» لوبغاړي سچن ټنډولکر،سويلي افریقایی الن ډونلډ،اسټرالیا کتریان فېزپټیک نومول شوي وو.له دوی وړاندې بیا بشن سینګ بېدي،کپيل ډيف،سونیل ګواسکر،انیل کمبل او راهول دراوید نومول شوي وو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ