اصغر افغان د بندامیر ښامارانو لوبډلې کپتان وټاکل شو | خبریال

اصغر افغان د بندامیر ښامارانو لوبډلې کپتان وټاکل شو

کرکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلمشر اصغر افغان په شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې د (ډي ایف ای)یا بندامیر ښامارانو لوبډلې نوی کپتان وټاکل شو.

د نوموړي ټاکل کیدو خبر بندامیر ښامارانو لوبډلې پخپل فسبوک پاڼه ورکړی دی.

دوی زیاته کړې چې اصغر افغان ته د کپتانۍ سپارلو پریکړه د پخواني کپتان راشدخان په خوښه او زمونږ د مشرتابه په منظورۍ شوي ده.

((اصغر افغان مو د لوبډلې نوی کپتان کړ. د ملي لوبډلې کپټان اصغر افغان په نړیواله کچه د کپتانۍ ښه نوم او ریکارډ لري.د (ډي ایف ای) بندامیر ښاماران لوبډلې مشرتابه ویاړي چې اصغر افغان د شپږم پړاو شپږیزه لیګ لپاره د کپتان په توګه اعلانوي.

د یادونې وړ ده چې اصغر افغان ته د کپتانۍ سپارلو پریکړه د پخواني کپتان راشدخان په خوښه او د زمونږ د مشرتابه په منظورۍ شوې ده چې تمه لرو ښې پایلې به ولري.))

لدې وړاندې کابل بازانو لوبډلې د خپلې لوبډلې لپاره نوی کپتان رحمن الله ګربز اعلان کړی وو.

د اصغر افغان د بند امیر لوبډلې د کپتان په توګه ټاکل داسې ښکاري چې راشدخان به په اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سيالیو کې برخه وانخلي.خو له هم یادې څانګې تراوسه په رسمي ډول څه ندي ويلي.

ټاکل شوي چې اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ به د راتلوونکي سپټمبر میاشتې په شپږمه نېټه پیل چې د سپټمبر تر ۱۶مې نېټې به دوام وکړي.

بند امیر لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر په شپږمه نېټه د مس عینک لوبډلې خلاف ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ