زمبابوې اکتوبر-نومبر میاشت کې له پاکستان سره سيالۍ ترسره کوي | خبریال

زمبابوې اکتوبر-نومبر میاشت کې له پاکستان سره سيالۍ ترسره کوي

کرکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ بورډ به د کورني کرکټ موسم سیالیو د پيل وړاندې د زمبابوې لوبډلې کوربتوب په غاړه ولري.

د پاکستان کرکټ بورډ د یوې سرچینې په وینا چې زمبابوې لوبډله به د اکتوبر په لسمه او یا هم په ۱۵مه نېټه پاکستان ته را ورسيږي او د ۱۴ ورځې قرنطین مودې تیرولو وروسته به خپل تمرینات پیل کړي.

((زمبابوې سره د سيريز نېټې فاینل شوي.مګر دوی به د اکتوبر (۱۰- ۱۵مې) پورې پاکستان ته را ورسیږي.لومړی به دوی ۱۴ ورځې قرنطین موده تیره کړي. بیا به له دوی څخه د کرونا ټيسټونه هم ترسره شي او له هغې وروسته به د تمریناتو اجازه ورکړل شي.))

پاکستان کرکټ بورډ په وینا کرونا څخه د خوندیتوب ټول پروتوکولونه به په نړیوالو سيالیو او داخلي سيالیو کې په ټولو لوبغاړو عملي شي.

ټاکل شوي وه چې زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې به د پاکستان په وړاندې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي وای.خو زمبابوې کرکټ بورډ له پاکستان کرکټ بورډ څخه ددې سيالیو د زیاتوالي غوښتنه کړي ده.

((د دوی یو ورځنۍ لوبې د ای سي سي سوپر لیګ چمپیون شيپ برخه دي.مګر دوی غواړي چې دا سيالۍ نورې هم اضافه کړل شي.))

نوموړي سرچینې په وینا چې د زمبابوې سیریز وروسته به پاکستان لوبډله دسمبر کې نیوزیلینډ ته سفر وکړي.بیا به دوی د سويلي افریقا لوبډلې په وړاندې کوربتوب ترسره کړي.له هغې وروسته د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ په پلان کې دي.او بیا به د سوپر لیګ سيالیو لپاره انګلستان ته دوره وکړي.

ټاکل شوي وه چې زمبابوې لوبډلې به په اګسټ میاشت کې پخپل کوربتوب له افغانستان سره پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي وای.خو په زمبابوې هیواد کې د کرونا پيښو په زیاتیدو سره د افغانستان سره شل اوریزې لوبې هم لغوه اعلان شوې.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ