ای پي ایل کې بې له قرنطین د اسټرالیاوي،انګلستاني لوبغاړو لوبیدلو امکان! | خبریال

ای پي ایل کې بې له قرنطین د اسټرالیاوي،انګلستاني لوبغاړو لوبیدلو امکان!

کرکبال وېبپاڼه- دا چې ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالۍ په را نږدې کیدو دي،خو زیات بحثونه پدې کيږي چې څنګه به اسټرالیاوي او انګلستاني لوبغاړو ته داسې لار ولټول شي چې بې له قرنطین مودې تیرولو څخه دوی سمدستي د خپلو لوبډلو سره یو ځای شي.

اماراتو هیواد د ټولو خارجي ور تلوونکو کسانو باندې ۶ ورځې قرنطین اجباري ګرځولی دی.او هر څوک چې یاد هیواد ته سفر کوي،دا به پروتوکولونه به په ځان عملي کوي.

اسټرالیاوي او انګلستاني لوبغاړي څنګه له قرنطین بچ کیدلی شي؟

که چيرې یاد لوبغاړي د یوه خوندي ځای او چاپيریال څخه مستقیماً راوخیستل شي او د بي سي سي ای ټول قوانین په نظر کې ونیسي او دوی کولی شي چې بې له قرنطین څخه د خپلو لوبډلو سره یو ځای شي.

هغه داسې چې دوی په کوم خوندي چاپيریال کې پاتي وي.د هغه ځای څخه به په ځانګړو بسونو کې تر هوټل او بیا به د هغه ځای څخه بې له هوايي ډګر ترمینل څخه الوتکو ته پورته کیږي.

کله چې دوی اماراتو ته رسیږي او هلته به هم دوی ته د لیږد لپاره ټول سهولتونه برابر وي او په ځانګړو بسونو کې به د ټیم د هوټل او د هغه ځای څخه به لوبغالو ته لیږدول کيږي.خو کله چې دوی اماراتو ته را رسيږي،له دوی څخه به همدې ورځ (ار ټي- پي سي ار) ټيسټونه ترسره کیږي،که پایلې یې منفي وي،د لوبډلو سره د یو ځای کیدو اجازه ورکول کیږي او همدا یې یوازینی لار ده چې دوی بې له قرنطین مودې تیرولو څخه د خپلو لوبډلو سره یو ځای کیدلی شي.

د ای پي ایل لوبډلې یوه چارواکي وويل: ((کله چې لوبغاړي اماراتو ته په ځانګړو الوتکو کې را ورسیږي.بې لدې چې دوی د هوایي ډګر په ترمینل د باندې را بهر شي.دوی به همغه ځای ته ځانګړي بسونه ورشي او دوی به را واخلي او هوټل ته به یې مستقیما ورسوي.پدې توګه به دوی د ترمینل پر مهال د خلکو سره تماس څخه هم بچ شي. په همدې ورځ لوبغاړو څخه د کرونا ټيسټ هم اخیستل کیږي،که چيرې یې پایله منفي شوه،د ټیم سره یو ځای کیدو اجازه ورکول کیږي.))

د اسټرالیا او انګلستان لوبغاړي به له هغې وروسته ای پي ایل کې له خپلو لوبډلو سره یو ځای شي،کله چې د دوی ترمنځ د کرکټ سیریزونه پای ته ورسیږي.

پدې لوبغاړو کې چې د قرنطین مودې تیرولو پرته به د خپلو لوبډلو سره یو ځای شي. په هغې کې د اسټرالیا ډیویډ ورنر او سټیو سمهت دی.د انګلستان څخه بین سټوکس او جوفرا ارچر.د سي پي ایل یا کارابین لیګ څخه کیرون پولارډ او راشدخان دي.

تراوسه د نورو لوبغاړو په اړه معلومات ندي ورکړل شوي،خو دا لوبغاړي ممکن بې له قرنطین څخه د خپلو لوبډلو سره یو ځای شي.

د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل لیګ سیالۍ د راتلوونکي سپټمبر میاشتې له نوولسمې نېټې څخه پيلیږي چې د نومبر تر لسمې نېټې به دوام وکړي.

دا چې تیر کال ای پي ایل سيالیو پایلوبې ته ممبۍ انډيانز او چنای سوپر کینکز لوبډلې وتلي وې.د ای پي ایل قوانینو له مخې به د ټورنامینټ لومړی لوبه هم د یادو لوبډلو په لوبې سره پيل شي.ددې سيالیو سکیجول تراوسه ندی اعلان شوی او ډير ژر به د یادو سیالیو سکیجول هم اعلان شي.

ممبۍ انډيانز لوبډلې لدې وړاندې څلور ځلې د یادو سيالیو اتلوالي خپله کړي ده او که چیرې بیا هم اتلوالي خپله کړي،دا به یې پنځم ځل شي چې اتلوالي ترلاسه کوي.خو باید یادونه وشي،چې کله لدې وړاندې یو ځل په اماراتو کې د ای پي ایل سيالۍ وې.هغه مهال ممبۍ انډيانز اماراتو کې پنځه لوبې ترسره کړي وې چې ټولې یې بایللي وې.

وبه کتل شي چې کومه لوبډله د اتلوالۍ جام خپلوي.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ