ویسټ انډيز لیګ کې دوه افغان لوبغاړي د سيالۍ غوره لوبغاړي اعلان شول! | خبریال

ویسټ انډيز لیګ کې دوه افغان لوبغاړي د سيالۍ غوره لوبغاړي اعلان شول!

کرکبال وېپاڼه- د کارابین پریمیر لیګ سيالیو پر مهال تیره ورځ دوه لوبې ترسره شوې چې لومړی لوبه د سنت لوسیا زوکس او سنت کېټس نویس او پيټریټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

سنت کېټس نویس او پيټریټس لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه بلنه د نبي عیسی خېل لوبډلې ته ورکړه.

دوی په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ۱۷۲ منډې جوړې کړې.

د سنت لوسیا زوکس لوبډلې لخوا توپ وهنه کې محمد نبي عیسی خېل په وروستیو کې ښکلي لوبه ترسره کړه،چې په ۲۲ توپونو یې ۳۵ ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

نوموړي همداشان د ۳ شپږیزې او یوه څلوریزه هم ووهله.ددې ترڅنګ نجیب الله ځدراڼ هم ښه لوبه وکړه او نوموړي په ۲۴ توپونو د ۳ څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ ۲۸ منډې جوړې کړې. اندري پلیچر تر ټولو زیاتې ۴۶ منډې جوړې کړي وې.

د سنت کېټس لوبډلې لخوا توپ اچونه کې سهیل تنویر او جن روس (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې.

ټاکل شوي هدف په تعقیب کې سنت کېټس لوبډله پاتي راغله او په شل اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۲ منډې جوړې کړې او سيالي یې په ۱۰ منډو توپیر بایلوده.

د سنت لوسیا زوکس لوبډلې لخوا توپ اچونه کې سکاټ کګلیجن ۴،روسټن چېز ۳ او محمد نبي عیسی خېل په څلورو اورونو کې د ۱۷ منډو په ورکولو سره ۱ ویکټ ترلاسه کړه او د سيالۍ غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

یاده د وي چې محمد نبي عیسی خېل په یاده لوبه کې د شل اوریز کرکټ کیریر ۴۰۰۰ منډې هم پوره کړې.

په دوهمه سيالۍ کې بیا د نوین الحق لوبډلې وکولی شول چې د مجیب ځدراڼ لوبډلې ته ماتي ورکړي.

جامیکا تالاوز لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنې نوبت ګیانا لوبډلې ته ورکړ.

ګیانا امازون ویریئرز لوبډلې په (۱۹،۱) اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو یوازې ۱۱۸ منډې جوړې کړې.

د ګیانا امازون لخوا توپ وهنه کې برینډن کینګ (۲۹)،روز ټایلر (۲۱) او نوین الحق په ۱۷ بالونو د یوې څلوریزې په مټ (۱۴) منډې جوړې کړې.

د جامیکا لوبډلې لخوا توپ اچونه کې کرلوس براتویټ په (۳،۱) اور کې ۱۴ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.همداشان مجیب ځدراڼ په ۴ اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

ټاکل شوی هدف په مقابل کې جامیکا لوبډلې پيل ښه نه وو او دواړه اوپنران یې په صفر له میدان څخه بهر شول.خو وروسته اندري رسل بریدګره لوبه پيل کړه او په ۳۷ توپونو یې ۵۲ ناسوځيدلي منډې وکړې،۵ شپږیزې او ۴ څلوریزې یې ووهلې،خو سره ددې یې بیا هم ونشول کولی چې لوبډله بریا ته ورسوي.

دوی په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځيدو یوازې ۱۰۴ منډې جوړې کړې او سيالي یې د ۱۴ منډو په توپير بایلوده.

د ګیانا لخوا توپ اچونه کې نوین الحق ۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او ۱ ویکټ یې واخیسته.همداشان کریس ګرین ۲ او نورو بالرانو یوه،یوه ویکټ واخیسته.

نوین الحق د ۱۶ ډټ بالونو په ترسره کولو،همداشان د یوې ویکټ او ۱۴ منډو په جوړولو سره د سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

یادو سيالیو په لړۍ کې به نن هم دوه لوبې ترسره شي،چې لومړی سيالي به ټرنباګو نایټ رايډرز او بربادوس لوبډلو ترمنځ،دوهمه سيالي به د ګاینا او سنت لوسیا زوکس لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ