ډاکټر عبدالله عبدالله د راشدخان نوي ریکارډ مبارکي وړاندې کړه | خبریال

ډاکټر عبدالله عبدالله د راشدخان نوي ریکارډ مبارکي وړاندې کړه

کرکبال وېبپاڼه- د افغانستان پخواني اجراییه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د راشدخان نوي ریکارډ په اړه ټولو هیوادولو ته مبارکي وړاندې کړي ده.

نوموړي پخپله فسبوک پاڼه لیکلي چې راشدخان په کم عمر کې پدې وتوانید چې شل اوریزو لوبو کې ۳۰۰ ویکټې ترلاسه کړي.

نوموړي لیکلي: ((د راشد خان نوی ریکارډ دې ټولو هېوادوالو ته مبارک وي

راشد خان وتوانید چې د نړۍ د کم عمره لوبغاړي په توګه په شل اوریزه لوبو کې درې سوې ویکټې واخلي.

زموږ اتلان دې ژوندي وي!))

راشدخان هم د ډاکټر عبدالله عبدالله د هڅونې څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې زمونږ موخه په نړۍ کې د افغانستان بیرغ رپول او همداشان د ویاړونو لاسته راوړل دي.

نوموړي لیکلي: ((ډېره ‌‌‌‌‌‌ډېره مننه جناب رئیس صیب چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي هڅوئ. کور مو ودان. زموږ د ټولو هدف دا دی چې د ګران وطن ښکلی بیرغ په نړۍ کې ورپوو او وطن ته ویاړونه راوړو.))

د یادونې وړ ده چې راشدخان په کارابین پریمیر لیګ سیالیو کې د افغان الراونډر محمد نبي عیسی خېل په سوځولو سره په نړۍ کې لومړی سپنر بالر شو چې په کم عمر کې ۳۰۰ چټکې ویکټې په شل اوریزو لوبو کې ترلاسه کوي.

نوموړي د ۲۱ کالو او ۳۳۵ ورځو په عمر لرلو سره دغه کارنامه ترسره کړه.نوموړي دغه ویکټې په ۲۱۳ سیالیو کې ترلاسه کړې،چې په شل اوریز پارمټ کې تر ټولو چټکې ویکټې شمیرل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۰ کال سي پي ایل سیالیو د پیل وړاندې د اسټرالیا پخواني چټک توپ اچونکي بریټ لي ویلي وو،چې پدې ټورنامینټ کې به ځلیدونکی لوبغاړی راشدخان وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ