شاهد کمال خوست لوبډله د ولایتي چلنج کپ سيالیو تر اتلوالۍ ورسوله! | خبریال

شاهد کمال خوست لوبډله د ولایتي چلنج کپ سيالیو تر اتلوالۍ ورسوله!

کرکبال وېبپاڼه- د افغانستان کورني کرکټ چلنج کپ لومړی درجې ولایتي سيالیو په فاینل لوبه کې خوست کرکټ لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته وکولی شول چې ننګرهار لوبډلې ته په پنځو ویکټو ستره ماتي ورکړي او د اتلوالۍ جام پخپل نوم کړي.

سيالۍ کې ټاس د خوست کرکټ لوبډلې کپتان شاهدالله کمال وګاټه او لومړی یې د توپ وهنې بلنه ننګرهار لوبډلې ته ورکړه.

ننګرهار لوبډلې په (۴۷،۵) اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۳۳ منډې جوړې کړې او خوست لوبډلې ته یې د ګټلو په موخه ۲۳۴ منډو هدف کيښود.

د ننګرهار لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې بهار شینواري ښکلي لوبه ترسره کړه.نوموړي په ۵۶ توپونو د ۶ څلوریزو او ۴ شپږیزو په مټ ۶۲ منډې جوړې کړې.

دغه شان شوکت زمان (۳۳)،محمد اسحاق (۲۳)، محمد ابراهیم (۲۵)،عبدالله عادل (۲۴) او عابد محمدي (۱۹) زیاتې منډې جوړې کړې.

د خوست لخوا په توپ اچونه کې حسيب الله او اصغر اتل (۳-۳)،نسیم منګل،نور احمد لکڼوال او د لوبډلې کپتان شاهدالله (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

د هدف په تعقیب کې خوست لوبډلې ښه پيل نه درلود.د یادې لوبډلې اوپنر لوبغاړی اصغر اتل په صفر سره له میدان بهر شو.خو وروسته د لوبډلې کپتان شاهدالله کمال او همداشان رحیم منګل لخوا په زړه پورې ملګرتیا ترسره شوه،رحیم منګل په ۴۲ توپونو د ۳۹ منډو جوړولو وروسته په سټمپ اوټ سره له میدان بهر شو.نوموړي په توپ وهنه کې ۷ څلوریزې شاملې وي.

شاهدالله کمال لا هم په کریز باندې تر اخرې پورې ودریده او په ۱۳۱ توپونو یې د ۴ شپږیزو او ۱۳ څلوریزو په مټ (۱۱۹) ناسوځيدلې منډې جوړې کړې.

دغه شان په توپ وهنه کې محمدالله (۳۹)،شاهین (۸)،ایمل (۱۴) ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

د ننګرهار لخوا په توپ اچونه کې طارق ستانکزي (۲)، باطن شاه،محمد ابراهیم او فطرت الله خاورې (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

 د یادونې وړ ده چې شاهدالله کمال د سيالۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ