هندوستان راتلوونکي فبرورۍ کې د انګلستان کوربتوب کوي | خبریال

هندوستان راتلوونکي فبرورۍ کې د انګلستان کوربتوب کوي

کرکبال وېبپاڼه- هند کرکټ بورډ مشر سوراپ ګنګولي د اسټرالیا وروسته له انګلستان سره د سيالیو خبر ورکړ.

د ګنګولي په وینا چې دسمبر میاشت کې د اسټرالیا له دورې راستانیدلو وروسته به هندۍ لوبډله پخپل کوربتوب راتلوونکي فبرورۍ میاشت کې له انګلستان سره څو سيالۍ ترسره کړي او له هغې وروسته به اپریل میاشت کې ۱۴م پړاو ای پي ایل سيالۍ پيل شي.

د سوراپ ګنګولي په خبر چې هند به له راتلوونکي کال څخه د کرکټ ټورنامینټونو په کوربتوب پیل وکړي چې په هغې کې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام هم شامل دی.

((هند کرکټ بورډ او لوبډله به یې د ای سي سي (ایف،ټي،پي) سيالیو ژمنې پوره کولو ته دوام ورکړي.هند به دسمبر میاشت کې د اسټرالیا دوره وکړي. له هغې ځاي څخه د راستانیدو وروسته به په فبرورۍ میاشت کې د انګلستان سره سيالۍ ترسره کړي او بیا په اپریل میاشت کې ای پي ایل سيالۍ پيلیږي.))

((مونږ پدې ډير خوښ یو چې ټولو ممبرونو ته مو خبر ورکړئ،چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالۍ به دا ځلې په اماراتو کې، له سپټمبر میاشتې له ۱۹مې نېټې څخه پيل او د نومبر تر لسمې به دوام وکړي.ټولو اړخونو ته په نظر کې نیولو سره مونږ هیله مند یو چې دغه ټورنامینټ به ښه ډول سره پای ته ورسیږي.))

((اوسمهال داخلي کرکټ دریدلی.کله چې بیا پیلیږي ټولو غړو بورډونو ته به همغه وخت خبر ورکړو.مونږ هم خپله نهایي هڅه کوو چې داخلي کرکټ د پیل لپاره اجازه ترلاسه کړو.خو هند کرکټ بورډ ته د لوبغاړو صحت او خوندیتوب له هر څه لومړیتوب لري.))

((مونږ هیله مند یو چې په راتلوونکو څو میاشتو کې به د کرونا له کبله حالت سم شي او داخلي کرکټ به هم پيل شي.مونږ د ښځینه کرکټ لوبډلو په سيالیو هم بحث کوو او پدې اړه به بیا مونږ له تاسو سره معلومات شریک کړو.))

د یادونې وړ ده چې د ۱۳م پړاو ای پي ایل سيالیو وروسته به هند لوبډله اسټرالیا ته د درې یو ورځنیو لوبو او څلور ټيسټ لوبو لپاره سفر وکړي.

یو ورځنۍ سيالۍ به د اکتوبر په (۱۱مه، ۱۴مه، ۱۷مه) نېټه ترسره شي.ورپسې به د دسمبر له ۳مې نېټې څخه د څلورو ټيسټ لوبو لړۍ پيل کړي.

یاده دې وي چې اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله به د نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه له افغانستان سره هم یوه ټيسټ لوبه ترسره کړي.

لدې وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر سلیکټر انډي مولز ويلي وو.دوی هڅه کوي چې ددې سیالیو نېټه دسمبر میاشتې ته واړوي.خو تراوسه اسټرالیا کرکټ بورډ پدې اړه څه ندي ويلي.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ