سټېن،ډیویلیرز او کریس موریس بنګلور لوبډلې سره یو ځای شول | خبریال

سټېن،ډیویلیرز او کریس موریس بنګلور لوبډلې سره یو ځای شول

کرکبال وېبپاڼه- درې سویلي افریقايي لوبغاړي اې بي ډیویلیرز،ډېل سټېن او کریس موریس نن ورځ په عربي متحده اماراتو کې یو ځای شول.

د یادو لوبغاړو یو ځای کیدو خبر د رویل چلنجرز بنګلور لوبډلې پخپله ټولنیزه رسنۍ ورکړی دی.

دوی پخپله پاڼه لیکلي: (( د بنګلور لوبډلې مینه والو لپاره،هغه شیبې هم را ورسیدې چې تاسو ورته انتظار وای.دوی په اماراتو کې د لوبډلې سره یو ځای شول.))

د یادونې وړ ده چې اماراتو په رسیدو اې بي ډیویلیرز هم خپله خوښي ښکاره کړه او ویې ویل: (( ډیر خوښ یم او ډیر پدې هم خوشحاله شوم چې دلته راغلی یم.دې سفر د نورمال سفر سره لږ څه توپیر درلوده.مونږ له نورو سویلي افریقايي ملګرو سره یو ځای دلته راغلو.ډیر خوښ یم چې د ار سي بي کورنۍ سره یو ځای کیږم،څه مو چې په وس او توان کې وي،د لوبډلې څخه به یې ونه سپموو.))

د یادونې وړ ده چې ار سي بي لوبډله تیره ورځ د ۴۰ کسیزه غړو سره چې ۲۱ یې لوبغاړي،۱۴ یې روزونکي او ۵ یې نېټ بالران وو،تیره ورځ عربي متحده اماراتو هیواد ته ورسیدل.

ټاکل شوي چې دوی به شپږ ورځې د قرنطین وروسته خپل تمرینات پیل کړي.

ټاکل شوي چې ۱۳م پړاو ای پي ایل سیالۍ به د راتلوونکي سپټمبر میاشتې په نوولسمه نېټه پیل چې د نومبر تر لسمې به دوام وکړي.

دا سیالۍ به د اماراتو په درې لوبغالو شارجې،ابوظبۍ او دوبۍ ښارونو کې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ