لاسیت ملینګا به د ای پي ایل لومړی نیمایي سیالیو کې نه وي | خبریال

لاسیت ملینګا به د ای پي ایل لومړی نیمایي سیالیو کې نه وي

کرکبال وېبپاڼه- د کریک انفو سایټ د معلوماتو له مخې چې د ممبۍ انډیانز لوبډلې تر ټولو تجربه کاره بالر لاسیت ملینګا به د ۲۰۲۰ کال لومړي پړاو ای پي ایل سیالیو کې د کورني مشکل په اساس برخه ونشي اخیستلی.

لاسیت ملینګا چې پلار يې ناروغه شوی او عملیاتو کولو ته اړتیا لري،له همدې به نوموړی د ای پي ایل د پیل لومړي پړاو سیالیو کې شتون ونلري.

د معلوماتو له مخې نوموړی به د ټورنامینټ په وروستي پړاو (پلې اف) پر مهال د لوبډلې سره یو ځای شي.

لاسیت ملینګا هغه بالر دی چې تیر کال ای پي ایل سیالیو پایلوبې پر مهال یې له ۸ منډو څخه دفاع کړي وه. که څه هم نوموړي د پایلوبې پر مهال په لومړیو ۳ اورونو کې ۴۲ منډې ورکړي وې.خو په وروستي اور کې یې له ۸ منډو څخه په بریالۍ توګه دفاع وکړه او ممبۍ انډیانز لوبډلې ته یې د چنای سوپر کینکز لوبډلې پر وړاندې،د یوې منډې په توپیر ستره ماتي ورکړه او ممبۍ انډیانز لوبډلې ته یې د ای پي ایل سیالیو څلورم ځلې اتلوالي ور په برخه کړه.

لاسیت ملینګا چې د اګسټ په ۲۸مه ۳۷ کلنۍ ته اوړي.په ای پي ایل سیالیو کې یو له بهترینو او ارزښتناکو لوبغاړو څخه شمیرل کیږي.

نوموړي د ویسټ انډیزي ډي جې برآوو وروسته په شل اوریزو لوبو کې دوهم زیاتې ویکټې اخیستونکی بالر دی،خو په ای پي ایل سیالیو کې د ۱۷۰ ویکټو په اخیستلو سره تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکی بالر شمیرل کیږي.

د یادونې وړ ده چې لاسیت ملنیګا په لومړي ځل په ۲۰۰۹ کال کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې لخوا واخیستل شو او د هغې مودې راهیسې نوموړی د یادې څانګې لخوا له ځان سره ساتل شوی دی.

په ۲۰۱۸ کال کې د یادې لوبډلې د لارښود روزونکي په توګه ټاکل شوی و.خو په راتلوونکي پړاو کې یې بیرته په ۲ کروړه هندۍ کلدارې د یوه لوبغاړي په توګه بیا وپېره.

که څه هم ممبۍ انډیانز لوبډله کاپي بالینګ لاین،بومرا،کولټر نایل،مکلنیګن،ټرنټ بولټ،کولکراني او نور له ځان سره لري،خو د ملینګا له تجربو څخه به بې برخې وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ