بنګله دېش لوبډلې بیټینګ مشاور روزونکي له دندې استعفاء ورکړه | خبریال

بنګله دېش لوبډلې بیټینګ مشاور روزونکي له دندې استعفاء ورکړه

کرکبال وېبپاڼه- د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې د بیټینګ مشاور روزونکي نېل مکنېزي د کورنۍ یا فامیلي ستونزو له کبله د خپلې دندې استعفاء ورکړه.

نوموړي خپل استعفاء لیک تیره ورځ بنګله دېش کرکټ بورډ ته هم سپارلی دی.

نوموړي ویلي،د استعفاء یوازینی لامل یې دا دی،چې د کرونا پر مهال نوموړی د خپلې کورنۍ څخه لیرې پاتي شوی دی او غواړي چې خپلې ځوانې کورنۍ سره یو ځای پاتي شي.

د یادونې وړ ده چې نېل مکنېزي په ۲۰۱۸ کال جولای میاشت کې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې د سپین توپ لوبو لپاره مشاور روزونکی وټاکل شو.

د نوموړي په روزونه کې بنګله دېش لوبډلې پخپل کوربتوب د زمبابوې او ویسټ انډیز په وړاندې د یو ورځنیو لوبو سیریزونه هم ګټلي وو.همداشان د ایرلینډ په کوربتوب تیر کال مۍ میاشت کې یې هم د درې اړخیز سیریز اتلوالي ګټلي وه.

بنګله دېش کرکټ بورډ هم د نېل مکنېزي خدمتونه ستایلي او مننه یې ترې کړي ده. هغه ته یې په راتلوونکو چارو کې ښې هيلې څرګندې کړي دي.

بنګله دېش لوبډله چې د سریلانکا دوره لري.په پام کې ده چې د نوموړي په ځای به نیوزیلینډی کریګ مېکمېلن په دنده وټاکي،خو لا هم په رسمي توګه ندی اعلان شوی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ