کرکټ بورډ دپاره د بورډ غړو ټاکنه! | خبریال

کرکټ بورډ دپاره د بورډ غړو ټاکنه!

کرکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ بورډ غړي بیا ځلې نوي شول. دا چې د تازه بورډ غړي څومره په کرکټ پوهیږي او د یادې پوهې په رڼا کې څومره اغیزناک ثابتیدی شي په هغې خبرې نه کوم (که نه ډیرې خبرې ورباندې کیدی شي). خبره مې د محمد نبي د بورډ د غړي په توګه ټاکنې باندې ده!

د افغانستان کرکټ بورډ د یادې ادارې د اساسنامې ۵.۱ مادې پر اساس ولسمشر (Chief Patron) او د بورډ غړو ته ځواب ویونکې/حساب ورکونکې اداره ده. همدا راز، یاده اساسنامه (۱۱.۶ ماده) د بورډ غړي د نورو دندو ترڅنګ د بورډ د چارو څار، د بورډ دپاره د قوانینو، تګلارو او کړنلارو د منظورۍ دنده پر غاړه لري. د بورډ غړی، د اساسنامې سره سم، د بورډ مالي او ادراي چارو څارنه هم کوي. په ټوله کې، د بورډ چیرمین او د هغه کاري ډله (د بورډ غړي) د بورډ د اجرایوي ریس او د هغه د کار ډلې (اداري، تخنکیي کارکونکي او لوبغاړو) په چارو د څار دنده په غاړه لري او په ټوله کې د بورډ د اساسنامې، د هغې د قوانینو، ستراتیژیانو او پالیسیانو په تطبیق ناظره ډله هم ده.

اوس راځو د لوبغاړي د بورډ سره حقوقي اړیکې ته. هر لوبغاړی د کرکټ بورډ سره کلنی تړون په A, B, C کیټیګریانو کې لاسلیکوي. په بل عبارت لوبغاړی د بورډ قراردادي مامور دی چې دنده یې لوبې کول دي. دغه لوبغاړی د بیلا بیلو لوبډلو دپاره د اجرایوي برخې یوې بلې کار دلې، ټاکونکې ډلې (Selection Committee)، لخوا د هغه سند سره سم چې د لوبډلې ټاکنې پالیسي وي ټاکل کیږي. د دغه پالیسي او د لوبغاړي د مالي چارو (معاش، سفریه او داسې نور) د مدیریت څار (د بورډ د ټولو مالي چارو په لړ کې) بیا د بورډ د غړو دنده ده. بورډ د اساسنامې ۸.۸ مادې سره سم لوبغاړو د کړنو د تنظیم دنده هم په غاړه لري.

زما په اند د یو داسې چا د بورډ د غړي په توګه ټاکل کیدل چې پخپله همهاله د همدغه بورډ تر څار لاندې کار کوي د ګټو تضاد (Conflict of interest) دی. یو کس هم د څار او هم اجرایوي دنده په یو وخت کې نه شي ترسره کولی. لکه څنګه چې د کرکټ بورډ اجرایوي ریس د بورډ غړی نه شي کیدی، همداسې بل هر هغه څوک چې د بورډ د اساسنامې سره سم په دنده ګمارل کیږي د بورډ د غړیتوب حق نه لري. بنا د،‌دا ډيره ستره حقوقي تيروتنه ده.

که یې غلطه وایم، حقوقي او د Audit متخصصین دې راته لارښونه وکړي.

نبي خو په حقوقي مسایلو نه پوهیږي، او د بورډ مشر چې وايي دا غړي هغه ولسمشر ته وړاندیز کړي هم په حقوقي چارو حتمي نه ده چې خبر و اوسي. اوس په ټول بورډ کې داسې څوک نه وو چې دغه پریکړه له حقوقي اړخه و ارزوي؟ ښه ځه، که له بورډ نه خطا شوه، آیا د ولسمشر له لاسلیک دمخه ارګ کې دغه پریکړه له حقوقي اړخه نه ده ارزولې شوې؟ هلته کوم حقوقي سلاکار یا مامور نشته؟

د فعاله لوبغاړي د بورډ د غړي په توګه په ټاکلو له حقوقي اړخه اخوا ډیر بحث کیدی شي او د بد اغیز په اړه یې ډیر څه لیکلی شم. خو د اوس دپاره همدا حقوقي اړخ کفایت کوي چې روښانه شي.

نوټ:
1. په وار وار مې ویلي چې په کرکټ نه لیکم، نه څه وایم او پرته له لوبې په نورو اړخونو یې تبصره هم نه کوم. خو کله سړی مجبور شي چې یو څه ووايي. دا د یوې ملي ادارې د حیثیت بحث دی.
2. نبي سره سلام علیک لرم، د نبي فاونډیشن له ادرسه دغه ستوري لوبغاړي سره کله کله په شریکه منډې ترړې هم کوم.
3. د بورډ اوسنیو غړو کې کم تر کمه دوه داسې کسان شته چې زه ورسره د شخصي شناخت او دوستۍ ادعا کولی شم. خو په زغرده یې باید ووایم چې په اوسني ټول بورډ کې ښايي یوازې یو کس په کرکټ دومره پوه شي چې دغه دنده په ښه ډول مخ ته یوسي. بې له شکه چې اړینه نه ده چې د بورډ غړي دې په کرکټ د تخصص تر حده پوه شي، خو د پالیسي د برخې متخصصین ملګري پوهیږي، چې د بورډ د غړیتوب دپاره باید یو کس کم تر کمه یو اندازه د لوبې او ورپورې تړلو چارو باندې برلاسی وي. که نه نو د بورډ په غونډو کې به یوازې سر ښوروي او باقي به صرف خپل میاشتینی امتیاز اخلي!

 مشتاق رحیم

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ