محمد نبي: سي پي ایل به ما او راشد د ای پي ایل لپاره ښه اماده کړي | خبریال

محمد نبي: سي پي ایل به ما او راشد د ای پي ایل لپاره ښه اماده کړي

کرکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر محمد نبي عیسی خېل په وروستۍ مرکه کې ویلي،چې روانې کارابین پریمیر لیګ سیالۍ به د هغه او همداشان راشدخان سره د ای پي ایل سیالیو ته په چمتوالي برخه کې ډیره مرسته وکړي.

نبي عیسی خېل اوسمهال په کارابین پریمیر لیګ سیالیو کې سنت لوسیا زوکس لوبډلې لپاره لوبیږي،خو راشدخان بیا د بربادوس ټریډنټس لوبډلې په ګټه لوبې کوي.

ټاکل شوي چې ای پي ایل سیالۍ به د سپټمبر له نوولسمې نېټې څخه په اماراتو کې پیل شي چې د نومبر تر لسمې به دوام وکړي.

محمد نبي عیسی خېل په یاده مرکه کې وویل،پخپله هغه او همداشان ملګري راشدخان یې کاپي زیات کرکټ د اماراتو په لوبغالو کې ترسره کړئ دی او د هغه ځای پېچونو سره ښه بلدتیا لري.

(( افغانستان زیاتې شل اوریزې لوبې په شارجه کې ترسره کړي دي.له همدې کبله به د هغه ځای پیچونه (ما او راشد) لپاره مساعد وي.کله چې مونږ ای پي ایل سیالیو ته روانیږو.دغو سي پي ایل سیالیو به له مونږ سره ای پي ایل سیالیو ته د چمتوالي په برخه کې ډیره مرسته کړي وي.))

سي پي ایل لومړی لیګ دی چې په مارچ میاشت کې د کرونا را وروسته په لومړي ځل پیلیږي.

نبي زیاتوي،د کرونا وروسته به لږ نور وخت هم ونیسي چې لوبغاړي بیرته برابریږي او خپل فوم ته را وګرځي.

(( دا ډیره سخته وي چې د یوه اوږده استراحت وروسته لوبه کوې.د کرونایي ماحول پر مهال،زه څلور- پنځه میاشتې په کور کې پاتي شوم.پدې موده کې ما یوازې ټرینینګ کاوه،خو د بالینګ او بیټینګ پریکټس مو ندی کړئ.))

((نو له همدې کبله به په شروع کې څو لوبې سختې وي.په هر حال مونږ خپله هڅه کوو چې څومره ژر امکان ولري، بیرته خپل ریتم ته را وګرځو.پدې هیله چې روانو سي پي ایل سیالیو کې هم ښه وځلیږو.))

د کرونا له کبله روانې سي پي ایل سیالۍ د تړلو دروازو تر شا روانې دي.ای پي ایل سیالۍ به هم په ورته برخلیک، له تماشچیانو پرته ترسره شي.

نبي په باور چې د نندارچیانو نه شتون به د لوبغاړو په کارکردګیو هم تاثیر وکړي.

((هو، یقیناً،په لوبغالو کې د تماشچیانو نه شتون به د لوبغاړو په کارکردګیو اغیزه وکړي.د تماشچیانو په نه شتون کې به دا لوبې داسې وي،لکه د یوه کلب لیول لوبې چې وي.په لوبغالي کې د تماشچیانو شتون لوبې ډیرې جالبې او په زړه پورې کوي.))

نبي عیسخېل څخه د اي پي ایل د نورو لیګونو سره د پرتله کولو په اړه پوښتنه وشوه!

نبي عیسی خېل چې سنرایرزرس حیدراباد لوبډلې لپاره یې ۱۳ لوبې کړي وویل: (( ای پي ایل د کوالیټی څخه برخمن لیګ دی.نړیوال شهرت لرونکي لوبغاړي پکې شتون لري.او هر څانګه کې یې د ملي ټیم زیاتره لوبغاړي شتون لري.ای پي ایل د سي پي ایل او یا د نړۍ نورو لیګونو سره هيڅکله نشي پرتله کیدلی.ای پي ایل په نړۍ کې یو بهترین لیګ شمیرل کیږي.))

۳۵ کلن محمد نبي عیسی خېل د هندي پخواني کپتان مهندراسینګ ډوهني چې پدې وروستیو کې یې تقاعد اعلان کړئ،ستاینه وکړه.

((ډوهني یو له بهترینو کرکټرانو او همداشان د لوبې فېنشرانو څخه شمیرل کیده.نوموړی یو ښه انسان هم و.ما په لومړي ځل له هغه سره په ۲۰۰۶ کال لارډز لوبغالي کې ولیدل.ما هغه ته بالینګ هم وکړ.ښه راته یاد دي،ډیرې خبرې مو وکړې او نوموړي د افغانستان په اړه هم راڅخه پوښتنې وکړې.))

محمد نبي عیسی خېل همداشان د ای سي سي دا پریکړه هم وستایله چې د اسټرالیا په کوربتوب نړیوال شل اوریز جام یې وځنډوه.

((دا چې دغه جام سیالۍ د کرونا له کبله د تړلو دروازو تر شا ترسره کیدې.د ای سي سي لخوا دا ښه پریکړه وه چې نړیوال شل اوریز جام یې وځنډوه.پدې هیله چې حالت سم شي او راتلوونکي کال کې مونږ د تماشچیانو په مخکې لوبې وکړو.))

دا چې د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام سیالۍ په هندوستان کې ترسره کیږي،نبي عیسی خېل ډاډ څرګندوي چې افغان لوبډله به پکې ښې کارکردګۍ ترسره کوي.

(( په هندوستان کې د نړیوال جام ترسره کیدل به ځکه د افعانستان لپاره یو ښه فرصت وي،چې زیاتره زمونږ لوبې دلته ترسره کیږي او د افغان لوبغاړو لپاره به ډیر ښه مناسب ځای وي.))

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ