اجینکا رهاني: سږ کال ای پي ایل به یوه بیله تجربه وي | خبریال

اجینکا رهاني: سږ کال ای پي ایل به یوه بیله تجربه وي

کرکبال وېبپاڼه- د هندوستان ټیسټ لوبو مرستیال کپتان اجینکا رهاني وایي،سږ کال ای پي ایل سیالۍ به د نورو کالونو له ای پي ایل ځکه توپیر ولري،چې دا ځلې د کرونا له کبله د ځینو محدودیتونو په چوکټ کې ترسره کیږي.

ای پي ایل سیالۍ به د سپټمبر له نوولسمې نېټې پیل چې د نومبر تر لسمې به دوام وکړي.

رهاني چې لدې وړاندې یې د ممبۍ انډیانز،راجستان رویلز او رایزینګ پوني سوپر جئینټس لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي دي،خو دا ځلې ای پي ایل موسم کې به په لومړي ځل د ډهلي کپټلز په لوبډله کې راڅرګند شي.

د هندوستان ټیسټ لوبو همدې مرستیال کپتان له نورو لوبغاړو وغوښتل چې مثبت واوسي او په یوه وخت یو ګام پورته کړي،دده په فکر چې لوبغاړي د ډیر ځنډ وروسته لوبو ته راستانیږي.

((دا ځلې دا ای پي ایل به زمونږ د ټولو لوبغاړو لپاره یو بیله تجربه وي.کله چې مونږ ټول ګراونډ کې منډه پیلوو.ټول باید ډاډه واوسو.یو ګام په یوه وخت کې واخلو.دا به د هر یوه لوبغاړي لپاره د چیلینجونو څخه ډک سفر وي.))

د یادونې وړ ده چې ډهلي کپټلز لوبډله تیره ورځ ممبۍ ښار ته رسیدلي.ټاکل شوي چې د یکشنبې په ورځ به د اماراتو په لوري روانه شي.

کینکز الیون پنجاب او راجستان رویلز لوبډلې لوبغاړي تیره ورځ اماراتو هیواد ته رسیدلي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ