فضل حق: ډیر خوښ شوم چې پنجاب لوبډلې تمریني کمپ ته دعوت شوم | خبریال

فضل حق: ډیر خوښ شوم چې پنجاب لوبډلې تمریني کمپ ته دعوت شوم

کرکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان چپ لاسی چټک توپ اچونکی فضل حق وايي،ډیر خوښ دی چې د یوه (نېټ بالر) په توګه د کینکز الیون پنجاب لوبډلې سره د تمریني کمپ لپاره غوښتل شوی دی.

((دا زما لپاره ډیر د خوښۍ خبر و،کله چې دوی د یوه نېټ بالر په توګه د هغوی سره د یو ځای کیدو لپاره دعوت کړم.په ای پي ایل کې د نړۍ بهترین لوبغاړي شتون لري او دا به زما لپاره د ښو تجربو خاصلولو سبب وګرځي.))

فضل حق زیاته کړه،تمریني کمپ کې برخه اخیستل به د هغه لپاره یوه زده کړه وي.د هغه په وینا غواړي لدې فرصت ګټه پورته کړي.

(( ای پي ایل سیالیو کې ګډون د هر لوبغاړي په ټول ژوند کې یو ارمان وي.دغه لیګ په نړۍ کې زیات شهرت لري.کینکز الیون پنجاب لوبډله کې ډیر سینيئر روزونکي او لوبغاړي شتون لري او دا به زما لپاره یو ښه چانس وي چې له هغوی ډیر څه زده کړم.زه هم غواړم چې په راتلوونکي کې د راشد،مجیب او نبي په څیر پدې لیګ کې برخه واخلم.دا زما لپاره حیرانونکی فرصت دی او غواړم چې ګټه ترې واخلم.))

کینکز الیون پنجاب هغه لوبډله ده،چې کیڼ لاسی چټک توپ اچونکی نه لري،شاید په راتلوونکي کې په نوموړي پانګونه وکړي.

د یادونې وړ ده چې فضل حق وروسته له هغې د یوه نېټ بالر په توګه د کینکز الیون پنجاب لوبډلې تمریني کمپ ته وغوښتل شو،چې د کینکز الیون پنجاب لوبډلې ډایریکټر انیل کمبل د هغه ویډیوګانې تعقیب کړې.

فضل حق زیاتوي،له کوچنیوالي راهیسې یې د کرکټ سره علاقه درلوده او د تلویزونو له لارې به یې ننداره کولې.خو په ۲۰۱۶ کال کې یې مسلکي کرکټ پیل کړ.

د فضل حق په وینا په نړیوال کرکټ کې یې د خوښې بالر اسټرالیاوی مېچل سټارک دی او غواړي چې د هغه په څیر توپ اچونکی شي.

هیره د نه وي چې فضل حق تیره ورځ د کینکز الیون پنجاب لوبډلې سره په تمریني کمپ کې د ګډون په موخه اماراتو هیواد ته روان شوی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ