محمد نبي عیسی خېل د راشدخان لوبډلې ته ماتي ورکړه | خبریال

محمد نبي عیسی خېل د راشدخان لوبډلې ته ماتي ورکړه

کرکبال وېبپاڼه- د ویسټ انډیز کورني کرکټ (کارابین پریمیر لیګ) سیالیو کې دوه لوبې ترسره شوې،چې لومړۍ لوبه کې محمد نبي عیسی خېل وکولی شول چې خپلې لوبډلې ته ستره بریا ور په برخه کړي.خو په دوهمه لوبه کې بیا مجیب خپله لوبډله د ماتي څخه ونشوه ژغورلی.

لومړی سیالي د راشدخان او محمد نبي عیسی خېل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه،چې پکې راشدخان لوبډلې بربادوس ټریډنټس په (۱۸،۱) اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۱ منډې جوړې کړي وې،چې لوبه کې باران پیل شو.

وروسته لوبه ۵ اورونو ته راښکته شوه او سنت لوسیا زوکس لوبډلې ته ۴۷ منډې هدف ورکړل شو.

ټاکل شوی هدف د نبي عیسی لوبډلې په اسانۍ سره د ۳ لوبغاړو په سوځیدو،د پنځم اور په لومړي توپ سره ترلاسه او په ۷ ویکټو یې د ټورنامینټ لومړی بریا خپله کړه.

محمد نبي عیسی خېل د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.نوموړي توپ اچونه کې د ۱۹ منډو په بدل کې یو لوبغاړی وسوځاوه او همداشان یې په وروستیو کې په ۶ توپونو ۱۵ منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه او یوه څلوریزه یې په راشدخان ووهله او د نوموړي لخوا اوټ هم کړل شو.

په بالینګ کې راشدخان په ۲ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

لدې وړاندې نجیب الله ځدراڼ ۵ منډې جوړې کړي وې. ظاهرخان له ننۍ سیالۍ ډراپ کړل شوی وو.

د سیالۍ وروسته محمد نبي عیسی خېل وویل: ((ډیر خوښ شوم چې لومړی بریا مو خپله کړه او د ټیم لپاره مو ښه لوبه وکړه.په کمو اورونو کې زمونږ ټیم هر څوک خوښوي،ځکه چې ډیر ښه هېټران لرو.پدې ویشتنځای باندې د ۵۰ څخه را لاندې هدف ډیر اسان دی.باران سخت وو،داسې نه ښکاریده چې میدان به ژر وچ شي.نو مونږ وغوښتل چې ۵ اوریزه لوبه وکړو.مونږ لومړی لوبه په کم توپیر بایلوده،هلته مو ښه توپ اچونه ترسره نه کړه،خو نن مونږ ډیره ښه توپ اچونه ترسره کړه. زه او راشد زیات وخت په یو ټیم کې لوبیږو.زه پوهیږم چې هغه څه قسم توپ اچونه کوي.))

د کارابین پریمیر لیګ دوهمه لوبه کې،که څه هم مجیب ځدراڼ ښه توپ اچونه ترسره کړه،خو لوبډلې یې سیالي بایلوده.

مجیب لوبډلې جامیکا تالاوز په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۵ منډې جوړې کړې.

تالاوز لخوا ګلین پلیپس ۵۸ زیاتې منډې وکړې.

ټاکل شوی هدف ټرنباګو لوبډلې لخوا په اسانۍ سره د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

مجیب ۴ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.

د سیالۍ غوره لوبغاړی سونیل نارېن ونومول شو چې (۵۳) منډې او یوه ویکټ یې اخیستي وه.

راتلوونکي دوه سیالۍ به د یکشنبې په ماښام ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ